د کرونا دا نوی ډول چې په لومړي ځل انګلستان کې وپېژندل شو اوس
د اروپا، منځني ختیځ ، اسیا، افریقا، اسټرلیا او کاناډا مختلفو برخو ته رسېدلی دی.
د بریټانیا روغتیا وزارت له لوري د کرونا د نوي وایروس په ا ړه شویو پلټنو کې دا موندل شوې چې وایروس په چټکۍ خوریږي خو ډیر وژوونکی نه دی.
په شویو پلټنو کې په دې خوښي ښودل شوې چې د وایروس نوی ډول د سختو ناروغیو لامل نه کیږي خو په چټکۍ یې د خوریدو اندېښنه یوه لویه ستونزه ګڼل شوې ده.
د واکسین متخصصین وايي، د کوېډ نولس واکسین کولی شي دا نوی ډول وایروس کابو کړي.











