کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي ویلي، د یما سیاووس د وژلو په تړاو یې د ملي امنیت عمومي ریاست سره په همغږۍ پلټنې کړي او تر دې دمه یې درې شکمن نیولي دي.
اندارابي همداراز ویلي، یو ترهګر چې پر الیاس داعي یې برید کې لاس درلود نیول شو دی
په غزني کې پر رحمت الله نیکزاد د برید په تړاو د کورنیو چارو وزیر مالومات داو چې ، د طالبانو یوه ډله یې پيژندلې چې پر نوموړي یې برید کې لاس درلود خو تراوسه نه ده نیول شوې.
ننګرهار کې د انعکاس راډیو تلویزیون پر خبریالې او نطاقې میوند ملالۍ برید اشاره بیا داعش ډلې ته شوې چې د کشفي ارګانونو د مالوماتو له مخې یو تن یې په تړاو نیول شوی دی.
د فردین امیني د وژلو په تړاو بیا د چارواکو مالومات دادي چې دا پېښه شکمنه ده خو پلټنې دوام لري.
کورنیو چارو وزیر همداراز وویل، د فرشته کوهستانۍ د وژلو په تړاو تر اوسه دوه کسان نیول شوي او پر یوسف رشید د برید په اړه تر اوسه جزیات په لاس کې نشته.











