شاوخوا نهه بجې د درېیمې امنیتي حوزې اړوند چهاراهي شهید سره پر موټر دنښلېدونکي ماین چاودنه شوې ده .
دغه چاودنه کې د پولیسو دوه سرتیري و وژل شول او یو ملکي وګړی ټپي شو.
لومړۍ چاودنه د اتمې حوزې اړوند حضوري چمن سره شوې چې زیان نه لري.
دغه ماین د ترافیکو یو کانتینر ته څېرمه شوې چې ترافیکي پولیسو ته یې زیان نه دی رسولی.
تر همدغې چاودنې شاوخوا لس دقیقې وروسته بله چاودنه د شپږمې حوزې اړوند فیض الله کاتب واټ کې پر یو رینجر موټر وشوه.
پولیس وایي، په دغه چاودنه کې دوه امنیتي منسوبین ټپیان شوي دي چې روغتون ته لیږدول شوي دي.
د هدفي وژنو اونوورو چاودنو په څېر د دغو چاودنو مسوولیت هم کومې وسله والې ډلې نه دی منلی او په تړاو یې څوک نیول شوي هم نه دي.











