د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار وایي شپني عملیاتو کې ملکي خلک وژل کېږي.
مشرانوجرګه وايي شپنیو عملیاتو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې او باید بند شي .
دوی وايي وړمه شپه په پکتیکا کې د شپنیو عملیاتو پرمهال ښځې او ماشومان وژل شوي او د خلکو کورونه یې ویجا کړي دي .
مشرانو جرګې رییس وايي د شپنیو عملیاتو په تړاو خپلو راتلونکو غونډو ته امنیتي چارواکي ورغواړي او په دې تړاو به ورسره خپلې اندیښنې شریکې کړي.
له دې وړاندې د ننګرهار په روداتو ولسوالۍ او لغمان ولایت کې د شپنیو عملیاتو پرمهال په لسګونه بې ګناه ښځې او ماشومان وژل شوي و چې د خلکو سخت غبرګون یې راپارولی و.