د دوه سوه نهه شاهین قول اردو له لوري خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دا بریید تیره شپه د فاریاب دولت اباد و لسوالۍ کې په موټر بم برید پيل شو.
د سرچېنې په لیکنه وروسته پنځه وسله وال چې غوښتل یې د ملي اردو قرارګا ته ننوځي افغان ځواکونو په نښه کړي او ټول یې له منځه وړي دي.
شاهین قول اردو لیکلي، په موټر بم برید کې د ملي اردو دوه سرتیري وژل شوي او پنځه نور یې ټپیان دي.
د سرچېنې په لیکنه موټر بم برید درانده مالي زیانونه هم اړولي او د دولتی تاسیساتو سربیره یې ملکي کورونو ته هم زیانونه اړولي دي.
دا چې موټر بم برید کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې او کنه په اړه یې څه نه دي ویل شوي.
ددې برید مسولیت تر اوسه کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.











