دا چاودنه نن سهار د کابل ښار اوومې امنیتي حوزې اړوند دوغ اباد سیمه کې شوې ده.
د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي، چاودنه پر یو کرولا موټر شوې چې د پلچرخي زندان ډاکټران یې لیږدول.
امنیتي چارواکي وايي، په وژل شوو کسانو کې څلور تنه د زندانونو ادارې ډاکټران دي، چې درې يې ميرمنې او يو يې نارينه دی.
د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیال نورالله تره کي شمشاد ته وویل، د نننۍ ماین چاودنې له ځایه پنځه مړي او درې ټپیان روغتونو ته انتقال شوي دي.
تر دا مهاله د یادې چاودنې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.











