Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سعودي عربستان له افغانانو سره ۱۰۰ ټنه خرما مرسته کړې

سعودي عربستان له افغانانو سره ۱۰۰ ټنه خرما مرسته کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/03/17

د سعودي عربستان ملک سلمان خیریه بنسټ د روژې را رسېدو په مناسبت ۱۰۰ ټنه د خرما مرستنه کړې.

دغه مرسته د یاد بنسټ له لوري افغاني سرې میاشتې ټولنې ته سپارل شوې، چې پر اړمنو کورنیو به ووېشل شي.

د یادې ټولنې مشر مطیع الحق خالص په دې سختو اقتصادي شرایطو کې له افغانانو سره د نورو نړيوالو بنسټونو مرستې هم اړینې بولي او وایي، د سعودي عربستان د دې مرستو ترڅنګ د ترکیې، قطر او نورو هېوادونو مرستې هم ورته سپارل شوي او په خبره یې د اړمنو کورنیو له تثبیت وروسته به یې پرې ووېشي.

خالص زیاتوي:« دلته زموږ یو شمېر هېوادوال چې په هغې کې د سرې میاشتې کارکوونکي او د کابل ښار اوسېدونکي  شامل دي، چې دوی ته به ان شاءالله دا توزیع پیلېږي او پیل به یې له مرکزي دفتره کېږي،بیا به د کابل استازولۍ ته جریان پيدا کړي. همداراز به اووه واړو زونونو کې او هڅه کوو چې د زونونو اړوند نږدې ولایتونو ته هم دا لړۍ وغځوو. د قطر اسلامي هېواد څخه د هغوی د هلال احمر له لارې، ترکیې ورور هېواد د بېلابېلو ادارو څخه د هغوی د هلال احمر او نورو اړوندو ادارو څخه هم یوه اندازه مرستې راغلي، چې دا به هم ان شاءالله په بېلابېلو ولایتونو کې تر خپلو هېوادوالو رسوو.»

د یادې ټولنې مسوولین وایي،  د ۱۵ میلیونه افغانیو په ارزښت دغه ۱۰۰ ټنه د خرما مرسته به د هېواد په ګوټ ګوټ کې په شاوخوا ۱۲نیم زره اړمنو کورنیو ووېشل شي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویاند عرفان الله شرف زوی وايي: « د ملک سلمان مرستندویه بنسټ له لوري چې د خرما کومې مرستې د افغاني سرې میاشتې ټولنې ته سپارل شوې دي، دا به په ټول هېواد کې شاوخوا ۱۲نیم زره اړمنو کورنیو ته ووېشل شي او دغه مرسته د شاوخوا ۱۵میلیونه افغانیو په ارزښت ده. افغاني سرې میاشتې تل په نړیوالو غږ کړی چې له افغانستان سره پراخې مرستې وکړي او د دې مرستو په بهیر کې لومړنۍ مرستې ډېرې راولېږي، الحمدالله ډېری نړیوال بنسټونه افغاني سرې میاشتې ټولنې ته مرستې ورکوي؛ خو د ملک سلمان مرستندویه بنسټ له لوري دغه د خرما مرسته یوازې د روژې په مناسبت یوه ډالۍ وه چې افغانانو ته یې رالېږلې او د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري به ووېشل شي.»

په ورته مهال د مرستو ترلاسه کوونکي هم په روژې کې له دې مرستو خوښي څرګندوي؛ خو په خبره یې د دا ډول مرستو ترڅنګ دې نړيوال بنسټونه له افغانانو سره د نورو خوراکي توکو مرستې هم وکړي.

 د مرستې ترلاسه کوونکی شرف‌الدین وايي: « موږ د سعودي عربستان له مرستو خوښ یو، له موږ سره یې تل مرستې کړي او له افغانستان سره باید نورې مرستې هم وکړي، له ټولې نړۍ غواړو چې له موږ سره ډېره مرسته وکړي، افغانستان ډېرې مرستې ته اړتیا لري او د افغانستان ټولو اړمنو وګړو ته باید مرستې ورسول شي، ټول هغه کسان چې په لرو پرتو سیمو کې پراته دي، کاروبار نه لري؛ نو دوی ته باید مرستې ورسول شي.»

دا مرستې داسې مهال کېږي چې د خوړو نړيوال پروګرام  دوې ورځې وړاندې په یوه راپور کې ویلي و، دمګړۍ شاوخوا ۲۳.۷ میلیونه افغانان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري او مرستندویه بنسټونه باید افغانان هېر نه کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist