Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د اجرایه ریاست پر مشاورینو تورونه!

shamshadnews by shamshadnews
2018/10/30

د بغلان معترض نوماندان وايي، اجرایه ریاست مشاورینو ټاکنو کې لاسوهنې کړي.

د اجرایه ریاست په ځینو مشاورینو تور پورې دی چې په بغلان کې یې د ولسي جرګې ټاکنو په مهال مصنوعي جګړه رامنځته کړې او د خپلو نوماندانو په ګټه یې کار کړی.

د بغلان معترض نوماندان له حکومت، ټاکنو او ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون غواړي چې تورې رایې له سپینو جلا کړي او د ملت ارادې ته احترام وکړي.

معترض نوماندان وایي، که غوښتنې یې ونه منل شي د شمال او سویل لاره به وتړي او کابل ته راغلې برښنا به پرې کړي.

کابل ته له بغلان راغلي ځیني معترض نوماندان ادعا کوي چې د اجرایه ریاست ځینو مشاورینو هلته د خپلو نوماندانو په ګټه درغلي کړې ده.

که څه هم دوی د چا نوم ښکاره نه کړ، خو وایي د بغلان تاله او برفک ولسوالۍ کې د ټاکنو په مهال مصنوعي جګړه رامنځته شوه، خلک تېښتې ته اړ شول او صندقونه له بایو متریک پرته د ځانګړو نوماندانو په ګټه ډک شوي دي.

معترض نوماندان عبدالواحد ارمان، عبیدالله، حبیب الرحمن اندرابي او حامد پویا له حکومت، ټاکنو او ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون غواړي چې درغلۍ په ګوته کړي، مجرمین مجازات کړي او د ملت له ارادې سره سم پارلمان رامنځته کړي.

ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ویلي یوازې هغه رایې دې حساب شي چې بایومتریک شوې وي، خو د ټاکنو کمېسیون بیا وایي، هغه رایې هم حسابوي چې درغلي په کې نه وي شوې او له بایو متریک پرته اچول شوي وي، ځکه دوی خلکو ته ویلي چې که بایو متریک کار نه کوي، نو د لیست مطابق دې خپلې رایې وکاروي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist