د بادغیس ولایت مرکز اړوند خواجه دوبرادر سیمه کې تېره شپه د عامه ساتنې شل تنه سرتیري طالبانو سره یوځای شوي، اووه یې وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
د بادغیس د ولایتي شورا رئیس عبدالعظیم بېګ وايي، ددغه پولیسو په لیکوکې یوشمېر يې له طالبانو سره لاس یو کړی وو.
هغه وايې، یادو پولیسو خپلې وسلې او مهمات هم له ځانه سره وړي.
د ولایتي شورا رئیس وايې دغه سرتیري د حلقوي سړک د امنیت نیولو لپاره په خواجه دو برادر سیمه کې ځای پرځای شوي و.
طالبانو تراوسه په دي تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.











