د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شا محمود قریشي تیره ورځ د ملا برادر په مشرۍ طالب پلاوي سره له لېدو وروسته اسلام ا باد کې خبري کنفرانس ته وویل، د سولې د مذاکراتو له پیل کېدو سره سره هغسې چې تمه وه د تاوتریخوالي کچه نده راټیټه شوې.
شاه محمود قریشي افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او یا په افغانستان کې مېشت بهرنیو ځواکونو ته له اشارې پرته وویل: نشو کولای چې دغه مسولیت یواځې د طالبانو پر اوږو واچوو. ټول اړخونه باید پدې اړه رول ولوبوي.”
تر اوسه د افغانستان حکومت او د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر د څرګندونو په اړه غبرګون کې څه ندي ویلي..
د قریشي په وینا په افغانستان کې تاوتریخوالی زیات دلیلونه لري او زیاته یې کړه چې د طالبانو استازو په دې هکله خپل نظر مطرح کړي دي.
د افغانستان حکومت د تاوتریخوالي مسولیت پر طالبانو اچوي؛ هغه تاوتریخوالی چې هره اونۍ په لسګونو پوځیان او ملکي افغانان په کې وژل کېږي











