د سولې لپاره دامریکا ځانګړي استازي افغانستان کې روان وضعیت د اندېښنې وړ بللی او په اوربند یې ټینګار کړی دی.
زلمي خلیلزاد سیاسي هوکړه او سمدستي اوربند اړتیا بللې او ټینګار یې کړی چې دواړه لوري دې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره سیاسي هو کړه وکړي.
خلیلزاد د سولې خبرو کې د شل ورځو وقفې مخالفت او هرکلی نه دی کړی خو ټینګار یې کړی چې د جنورۍ میاشتې له پنځمې نیټې وروسته دې سمدستي خبرې پیل شي.
خلیلزاد داسې مهال د جګړې په شدت اندېښنه ښودلې چې دوه ورځې وړاندې دوحه کې مرکچي پلاوو په خبرو کې د جدې میاشتې تر شپاړسمې نیټې وقفه باندې هوکړه وکړه.











