بي بي سي د دوه طالب چارواکو له قوله لیکلي، دوی هیله من دي چې نوی منتخب ولسمشر به د سرتیرو ویستلو په اړه د ټرمپ پلان عملي کړي.
ددغو طالب چارواکو په وینا که جوبایډن تر راتلونکې مۍ میاشتې امریکايي ځواکونه ونه باسي نو طالبان به پر نړیوالو ځواکونو له سره بریدونه پيل کړي.
امریکا ویلي، دوی په افغانستان کې دوه نیم زره سرتیري ساتي څو د افغان ځواکونو ملاتړ سربیره د نړیوالو وسله والو ډلو پر ضد مبارزه وکړي.











