د ولسي جرګې غړو نن ورځې په امتیازی ساعت کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله د جدي اندېښنې وړ وبلله او پر ښکېلو لوریو یې غږ وکړ چې جګړې کمې کړي او اوربند ته غاړه کېږدي.
دوی د کندهار ارغنداب کې د تېرې ورځې برید ته چې یوولس ملکي وګړي پکې وژل شوي په اشارې و ویل، دغه برید جنګي جنایت دی او باید د پېښې هر اړخیزه پلټنه وشي.
وکیلانو همدا راز د کندهار په ځینو ولسوالیو کې وروستۍ نښتې هم د جدي اندېښنې وړ و بللې او زیاته یې کړه چې د ژمي په دې سړو ورځو کې زرګونه کسان په ګڼو ولسوالیو کې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي











