ککړه هوا هر کل ۷ میلیونه کسان مړه کوي.
د هوا ککړتیا هر کال په ټوله نړۍ کې د ۷ میلیون کسانو ژوند اخلي.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په دغو اوه میلیونو کې ۶۰۰ زره ماشومان دي.
دا سازمان وايي ددې اوه ملیون کسانو زیات شمیر په بې وزلو او غریبو هیوادونو کې دي.
د افریقايي او اسیايي هیوادونو په لسو کې د نهو هغو اوسیدونکي یې په بشپړه ککړه هوا کې سا وباسي.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د دغو ۶۰۰ زرو ۹۳ سلنه ماشومان چې عمرونه یې ۱۵ کم دي د هوا د ککړتیا له امله په تنفسي ناروغۍ اخته دي.
د ملګرو ملتونو د روغتیا سازمان د یوه نړیوال کنفرانس په ترڅ کې دغه احصایه وړاندې کړه.