Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
افغانستان کې د بشري حقونو خوندیتوب په موخه یو شمېر بنسټونو له نړیوالې ټولنې د بېړني اقدام غوښتنه کړې

افغانستان کې د بشري حقونو خوندیتوب په موخه یو شمېر بنسټونو له نړیوالې ټولنې د بېړني اقدام غوښتنه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/03/10

د بشري حقونو یو شمېر نړیوالو بنسټونو د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه لیک کې له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې په افغانستان کې د بشري حقونو خوندیتوب لپاره بېړنی اقدام وکړي.

د بښنې نړیوال سازمان، د بشري حقونو څار سازمان، فریډم هاوس او یو شمېر نورو په دې اعلامیه کې پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې افغانستان کې د بشري حقونو د خوندیتوب په ګډون، د فعالانو د ځورونې مخنیوی وکړي او د فشار له لارې د افغانستان سرپرست حکومت اړ کړي، چې افغان ښځو ته د ماناداره ګډون حق ورکړي.

د ګډ لیک یوه برخه: « زموږ اتحاد او سازمان په بېړني ډول غوښتنه کوي، چې نړیواله ټولنه د افغان ښځو او نجونو د بشري حقونو د ملاتړ په ګډون د افغان ښځو ملاتړکوونکي، چې په سوله‌يیز ډول د کمپاینونو له امله له ځورونې سره مخ دي، د خوندیتوب لپاره یې بېړنی اقدام وکړي.»

د یادو سازمانونو ګډ اتحاد په دې دوه مخیز لیک کې ادعا کړې، چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له واک ته رسېدو وروسته دغلته د ښځو پر وړاندې محدویتونه ورځ تر بلې د زیاتېدو او سختېدو په حال کې دي او یو جدي بحران یې رامنځته کړی.

زده کړو، کار، په حکومت کې نه ونډه او پر سفر سربېره نور ګڼ محدودیتونه هغه څه دي، چې د بشري حقونو یادو ملاتړو بنسټونو یې له نړیوالې ټولنې د فشار له لارې په افغانستان کې د لرې کېدا غوښتنه کړې ده.

سرپرست حکومت که څه هم په مشخص ډول د یادو ملاتړو سازمانونو د لیک په تړاو څه نه دي ویلي، خو د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې د ملګرو ملتونو د وروستي راپور او د یاد سازمان د سرمنشي د ځانګړې استازې د وینا په اړه په غبرګون کې مثبت ټکي ستایلي؛ خو د بې اساسه راپورنو او برخو په تړاو یې اعتراض کړی او د بې پریتوب سپارښتنه یې کړې ده.

د سیاسي چارو کارپوهان باور لري، چې په افغانستان کې د بشري حقونو خوندیوب په تړاو اندېښنې سرپرست حکومت په لوی لاس نړیوالو ته ورکړې دي او ټینګار کوي، چې حکومت دې د افغانانو او نړیوالو مشروع او قانوني غوښتنې ومني.

د سیاسي چارو کارپوه شهسوار سنګروال وايي: « په افغانستان کې چې د ښځو د حقونو په تړاو کومې اندېښڼې نړیوالو ته راپيدا دي؛ تر ډېره بریده دغه اندېښنې اسلامي امارت راولاړې کړي، اسلامي امارت ته په کار ده چې د بشر د حقونو په رڼا کې د ښځو د برخلیک، کار او زده کړو په اړه یو سپیناوی وکړي، ځکه دا نه یوازې د نړیوالو اندېښنه ده، بلکې د افغان ملت غوښتنه هم دا ده چې د دوی د اولادونو پرمخ د زده کړو دروازې خلاصې شي.»

د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج وايي: « په افغانستان کې د بشر حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو په اړه باید نړیوال یو اقدام وکړي، یو میکانیزم او سېسټم باید جوړ کړي، چې دا پر طالبانو د فشار وسیله شي، ځکه دا دومره عادي خبره نه ده چې ویل کېږي هر څه خوندي دي، هر څه جوړ دي او هر څه ګل و ګلزار دي، دا هر څه خلک هم ویني او نړیوال هم چې نږدې درې کاله وشول نجونې ښوونځیو ته نه ځي، د کارله حقه محرومې دي، پارک څه چې ان له کوره بهر نه شي تللی او قیودات ډېر زیات شوې، همداراز ستونزې هم تر دې حده دي چې ډاکټران، ماسټران نارینه هم اوزګار دي.»

د ملګرو ملتونو د ۱۳۲۵ م پرېکړه لیک پر بنسټ ښځې په ټوله نړۍ کې د بشپړ، مساوي، مانادار او د پرېکړو په ټولو پروسو کې د خوندي ګډون حق لري.

 سرپرست حکومت په افغانستان کې بشري حقونه تر بل هر وخت خوندي بللي او د نړیوالو هر ډول اندېښنې بې ځایه او مغرضانه ګڼي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist