د ترکيې په انتالیا کې د “جنیوا ډیالوګ او پرمختیا” څېړنیزې موسسې پر نوښت د روانې ناستې پر درېيمه ورځ د افغانستان اړوند مسايلو خبرې او بحثونه شوي.
ناستې ته د ځينو افغان مېرمنو په ګډون د افغانستان ۹۰ تنه پخواني ډیپلوماټان، مدني فعالان، خبریالان او پخواني چارواکي وربلل شوي.
د افغانستان په تړاو د بحثونو په لړ کې د مېرمنو د ستونزو ترڅنګ د خبریالانو پر ستونزو او د اساسي قانون پر نشتوالي مقابل بحثونه شوي.
د سیاسی چارو کارپوهان دغه دول ناستې د افغانستان په ګټه بولي او وایې، د افغانستان ستونزي د یو بل په رټلو نه حل کېږی او بایده دي، چې د حل لارې ورته ولټول شي.
دوی وایي، دغه ډول ناستې کولی شي په افغانستان کې روانو ستونزو ته حل لاره پیدا او د افغانانو تر منځ کې یووالي ته لاره هواره کړي.
د سیاسي چارو کارپوه فیض محمد ځلاند وايي: « د افغانستان د اوسنۍ کشالې په بېلابېلو اړخونو، د دې کشالې د حل لارو په بېلابېلو اړخونو او په لویه کې له اوسني حالته د وتلو پر لارو چارو خبرې شوي. ماته ښکاري چې دغه ډول ټولې ناستې او خبرې اترې کولی شي افغانان یو بل ته سره نږدې کړي، ناسمې پوهې چې موجودې دي، کشالې او سونزې چې موجودې دي؛ د دوی په شننه او څېړنه کې به مرسته وکړي او په لویه کې به پرېنږدي چې افغانان یو ځل بیا له اوسني ناورین څخه یو بل ستر ناورین ته مخه کړي.»
ځیې نور بیا وايي، دا ډول ناستې د افغانستان شته ستونزو د حل لپاره ښه اغېز درلودلای شي؛ خو په خبره يې اړتيا ده چې د افغانستان په استازولۍ په کې بې طرفه کسان ګډون وکړي.
د دوی په خبره، هغه افغانانو ته باید بلنه ورنه کړل شي، چي دغو ډول ناستو کې خپلې سیاسي موخې لټوي او هېواد ته يې د ګټې پر ځای تاوان ډېر وي.
د سیاسي چارو کارپوه شهسوار سنګروال زیاتوۍ: « په دغه ډول ناستو کې باید له ډېر احتیاطه کار واخېستل شي، هغه ډول کسان باید ونه بلل شي، چې خپلې سیاسي موخې لري، له غرض ډک هدفونه لري او دا ناستې باید د ناوړه موخو قرباني نه شي.»
په ورته وخت کې د سیاسي چارو کارپوه نجیب الرحمان شمال وايي، په دغه ډول ناستو کی د افغان نجونو د ښوونځیو ستوتزو تر څنګ باید د اساسي قانون د جوړولو پر اړتيا جدي بحث وشي، څو سرپرست حکومت د مشروعيت ترلاسه کولو لپاره دا يوازینۍ لار تعقيب کړي.
شمال زیاته کړه: « یو هېواد چې اساسي قانون ونه لري، هېڅ ډول قانوني حاکمیت ونه لري او هر شخص، هر مسوول او هر حاکم چې په سیمه کې وي؛ د خپلې خوښې سره سم هر عمل ترسره کوي؛ نو دا هر څه د حکومت او ولس ترمنځ فاصله زیاتوي او پر حکومت د خلکو باور کموي، همداراز کوم هېوادونه چې اساسي قانون ونه لري، سیاسي، اقتصادي او نړیوالې انزوا لور ته تللی وي، هغه په نړیواله کچه په نړۍ کې هېڅ باور نه لري.»
د “جنیوا ډیالوګ او پرمختیا” څېړنیزې موسسې له دې مخکې هم د افغانستان په اړه په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو کې غونډې کړې وې.
ټاکل شوې ده، د افغانستان په اړه د دغه مرکز دویمه ناسته نن چهارشنبه هم په انتالیا کې دوام وکړي.