Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خوست کې د نیالګیو کېنولو کلتوري میلې نهم پړاو پیل شو

خوست کې د نیالګیو کېنولو کلتوري میلې نهم پړاو پیل شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/03/05

د زرغون خوست په نوم د نیالګیو کېنولو کلتوري میلې نهم پړاو د ګڼو حکومتي چارواکو او خوست اوسېدونکو په ګډ اشر سره پیل شو.

د خوست ولایت ځايي مسوولین وايي، د نیالګیو کېنولو دا کلتوري میله، چې درې ورځې به دوام وکړي په کې به شاواخوا ۱۸زره مثمر او زينتي نیالګي کېنول شي.

د خوست ښاوال بسم الله بلال وايي:« موږ خپله ۱۲ زره نیالګي اخېستي دي.  په دې کې تجارانو هم مرسته کړې، چا ۳ زره نیالګي اخیستي، چا ۱۰۰۰ اخېستي، چا ۵۰۰ اخیستي. یعنې تر ۱۸ یا ۲۰ زرو پورې نیالګي کېنول کېږي، یوازې په تپه کې نه بلکې بېلابېلو سیمو کې کېنول کېږي.»   

ورته مهال که له یوې خوا عام خلک د نیالګیو کېنولو دا کلتوري میله د هېواد د سمسورتیا په برخه کې مهم ګام ګڼي، ترڅنګ یې د نیالګیو پالنې ته هم اندېښمن دي.

د دوی په خبره حکومت او خلک ګډ مسوولیت لري، چې د تازه کېنول شویو نیالګیو ساتنې ته پام وکړي.

د خوست یو تن اوسېدونکی دین محمد ځلاند وايي:« پر نیالګیو چې میلیونه افغانۍ لګښت راځي، نو ساتنه یې هم یو مهم مسوولیت ګڼل کېږي، نه یوازې د ښاروالۍ بلکې ټول خوستي ولسونه پر دې مکلف دي.»

د خوست یو بل اوسېدونکی مظلوم صبري بیا وايي:« د نیالګیو کېنولو چې څومره مهم دي همدومره یې ساتنه هم مهمه ده، دا یوه غوره سیمه ده، که چېرې دلته نیالګي کېنول شي، نو دې سیمې ته به ځانګړې ښکلا ورکړي.»

د زرغون خوست یاده میله، چې هر کال په کې د ځوانانو تپې پر سر زرګونه نیالګي کېنول کېږي، خو د وخت په تېریدو سره یې کم شمېر نیالګي شنه او نور د نه‌ پاملرنې له کبله له منځه ځي.

خلک وايي، په کار ده چې حکومت د یادې سیمې د سمسورتیا لپاره د احاطې دېوال د جوړولو چارې هم ژر پیل کړي.

د خوست یو اوسېدونکی وايي:« موږ له دولته غواړو چې د ځوانانو له دې غونډۍ د احاطې یو دېوال جوړ شي ترڅو دا تپه وساتل شي.»  

د زرغون خوست نیالګیو کېنولو دا کلنۍ میله شاوخوا نهه کاله وړاندې پیل شوه، چې هر کال د پسرلي له پېل وړاندې ترسره کېږي، چې له دولتي چارواکو سربیره په کې ګڼ شمېر ولسي خلک هم د اشر په بڼه ګډون کوي او ددغه ولایت په بېلابېلو عامه ځایونو کې په زرګونه نیالګي کېنوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist