Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
فقیر محمدي: هېڅوک نه شي کولی کم عمره نجونې واده او یا بدو کې ورکړي

فقیر محمدي: هېڅوک نه شي کولی کم عمره نجونې واده او یا بدو کې ورکړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/03/05

د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د پالیسۍ مسلکي معین شېخ محمد فقیر محمدي له شمشاد سره مرکه کې ویلي، تراوسه له عام ولس سره د توصیې په حد کې دي او هېچاسره له زور او جبر کار اخیستل شوی نه دی.

محمدي وايي، په هېواد کې د ښځو له لوري حجاب مراعات شوی،خو ځينو برخو کې لاهم کار ته اړتیا شته چې په بشپړ ډول تطبیق شي.

د محمدي په خبره، د ښځو حقونه تامین دي او پوهنتونونو او ښوونځیو کې د نجونو د حجاب طرحه نږدې ده چې بشپړه شي او خوشبیني یې وښوده چې د اسلامي امارت د مشرتابه له فرمان وروسته به د پوهنتونو او ښوونځیو دروازې د نجونو پرمخ پرانیستل شي.

محمدي زیاتوي:« موږ دا غواړو چې  د ښځو کوم حقوق دي هغه ورته پوره ورکړو، پاتې شوه ښوونیزو مرکزونو ته  د ښځو تلل نه تلل، دا زموږ له وزارت سره تړاو نه لري، دا د امیرالمومنین له فرمان سره تړاو لري. موږ ژمن یو، ښځو ته چې کوم حقوق اسلام  او شریعت ورکړي، انشاء الله موږ به یې په بشپړ ډول ورکوو. موږ غواړو چې د افغانستان مسلمان ملت هغه که نارینه دي او که ښځینه د دوی کوم حقوق چې دي له ټولو برخمن شي. یو څو ښځې وې، څه ناڅه حجاب یې مراعت کړی نه وه، زموږ د امر بالمعروف وزارت محتسبینو د کورنیو وزارت د ښځینه وو پولیسو په واسطه دوی ( ښځې) یې یو ځای ته ټولې کړې وې او ورته توصیه یې ورکړه.»

د امربالمعروف او نهې، عن المنکر وزارت د پالیسۍ مسلکي معین ل د نورو مهمو مسایلو سربیره دا هم وویل، هېڅوک نشي کولی چې کم عمره نجونې واده کړي او یا یې په بدو کې ورکړي او په دې برخه کې ورسره ثبت شویو قضیو ته رسېدنه شوې.

محمدي وايي:« ولور به کم وي، ښځه به بدو کې نه ورکول کېږي، ښځه چې په نکاح ورکول کېږي، د شریعت مساله ده، پوښتنه به ترې کېږي، میراث به ورته ورکول کېږي او کم عمره نجلۍ، یو ورکول دي او یو ودول دي. مور او پلار یې ورکولی شي خو ودول، نو په دې کې که دا قضیه امربالمعروف وزارت ته راغلي وي، موږ یې مخنیوی کړی او په راتلوونکې به یې هم کوو.»

محمدي همدا راز د نجونو زده کړو په اړه د پوښتنې ځواب کې وویل چې وروستۍ پریکړه به د اسلامي‌امارت مشرتابه کوي.

د امربالمعرو او نهې عن المنکر وزارت د پالیسۍ  مسلکي معین د شمشاد سره خبرو همدا راز زیاته کړه چې په تېرو دوه نیمو کلونه په بېلابېلو برخو کې ۱۰ زره شکایتونه ثبت شوي چې له ډلې یې ۵ زره یې د میراث برخه کې وو او له ډلې یې شاوخوا ۸ زره شکایتونو ته رسېدنه شوې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist