Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ولسي جرګې د ملي امنیت رییس او شپږو وزیرانو ته د باور رایه ورکړه

admin by admin
2020/11/30

د نن ورځې په رایه اچوونه کې ۲۴۴ وکیلانو رایه وکاروله، چې پنځوس جمع یو ۱۲۳ رایې کېدې.

نوماند وزیرانو ته د باور رایې د ورکړې په لړۍ کې، نن ولسي جرګې د کانونو او پترولیم، کرنې او مالدارۍ، کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو، ښار جوړولو او ځمکو، ټولګټو او ټرانسپورټ وزراتونو نوماندانو ته د باور رایه ورکړه او د وزیرانو په توګه وګمارل شول.

خو د ښځو چارو او اطلاعاتو او کلتور وزارتونو نوماندان ونتوانېدل چې پنځوس جمع یو رایې پوره کړي، نو په همدې توګه دواړه بریالي نشول.

احمد ضیا سراج د ۲۲۰ تایید، ۷ رد، ۱۲ باطلو او ۵ سپینو رایو په ګټلو سره د ملي امنیت د لوی ریاست د رییس په توګه وټاکل شو.

محمد هارون چخانسوري د ۱۵۴ تایید، ۷۴ رد او ۱۶ سپینو رایو په اخیستو سره د کانونو او پترولیم وزارت وزیر وټاکل شو.

انوارالحق احدي د ۱۸۹ تایید، ۱۹ رد،  ۲۹ باطلو او ۷ سپینو رایو په اخیستو سره د کرنې او مالدارۍ وزیر وټاکل شو.

نور رحمان اخلاقي د ۱۶۵ تایید، ۶۰ رد او ۱۹ سپینو رایو په اخیستو سره د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر وګمارل شو.

قدرت الله ذکي د ۱۶۵ تایید، ۲۸ رد، ۳۸ باطلو او ۱۳ سپینو رایو په ترلاسه کولو سره د ټرانسپورت وزیر وټاکل شو.

محمود کرزی د  ۱۵۴ تایید، ۳۸ رد ، ۳۸ باطلو او ۱۴ سپینو رایو په ګټلو سره د ښار جوړولو او ځمکو وزیر په توګه وټاکل شو.

نجیب الله یمین د ۱۴۹ تایید، ۲۹ رد، ۴۸ باطلو او ۱۸ سپینو رایو په اخیستو سره د ټولګټو چارو وزیر وټاکل شو.

خو د اطلاعاتو او کلتور وزارت نوماند طاهر زهیر بیا د ۷۸ تایید رایو، ۶۰ رد ۶۹ باطلو او د ۳۷ سپینو رایو په اخیستو د جرګې باور ترلاسه نشو کړای.

همدراز حسینه ساپۍ هم پنځوس جمع یو رایې پوره نه کړې. نوموړې ۱۱۹ د تایید، ۹۴ رد او ۲۷ سپینې رایې درلودې چې ونتوانېده د ښځو چارو وزارت ته بریالۍ شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي
روغتیا

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی
نړۍ

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist