Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

امریکا له سولې هوکړې راهیسې لس پوځي اډې تړلي

admin by admin
2020/11/28

امریکا په افغانستان کې د تیرو لس میاشتو راهیسې شاوخوا ۱۰ نظامي اډې تړلي دي.

واشنګټن پوسټ د خپلو سرچینو په خبره لیکلي، امریکا له طالبانو سره د تړون له مخې، ۱۰ پوځي اډې تړلي او ځواکونه یې ایستلي دي.

تر اوسه لا دا مالومه نه ده چې امریکا به په افغانستان کې نورې څومره اډې لري ځکه په دې تړاو مالومات نه دي ورکړل شوي.

د راپور پر بنسټ، دغه اډې په اروزگان، هلمند، لغمان، پکتیا، کندوز، ننگرهار، بلخ، کابل، فاریاب او زابل ولایتونو کې تړل شوي دي.

ورځپاڼې دا هم ویلي، چې د دغه اډو له ډلې یو شمېر یې افغان ځواکونو ته سپارل شوي او ځینې نورې یې مهرولاک دي چې د اړتیا او بهرنیو ځواکونو د بیرته راتګ په مهال به په کې بیرته استوګن شي.

له دې سره سم امریکا ویلي، د دوحې له تړون وروسته؛ افغانستان کې پر امریکايي ځواکونو بریدونه کم شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ويلي، ولسمشر ډونالډ ټرمپ نه غواړي چې امریکایي سرتیري په هغو سیمو کې پاتې شي چې شتون یې د امریکا لپاره ګټه نه لري.

مایک پامپيو له فاکس نیوز ټلویزیون سره له افغانستان د امریکايي سرتېرو د ایستلو په اړه ویلي، د امریکا د امنیت تامین د دې هېواد د عسکرو په شمېر پورې اړه نه لري او امریکايي ځواکونه د دې هېواد پر وړاندې هر ګواښ ته ځواب ویلی شي.

پامپیو ویلي، د دوحې تړون څخه وروسته په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پر وړاندې ګواښونه د پام وړ کم شوي دي؛ خو په خبره یې افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه لاهم لوړه ده.

پاکستان بیا ویلي، د امریکا نوی ولسمشر دې د افغانستان په اړه د ټرمپ تګلارې ته ادامه ورکړي.

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان ویلي، هیله لري چې جو بایډن هم د افغانستان په اړه د ټرمپ تګلارې ته ادامه ورکړي.

عمران خان ویلي، پاکستان د افغانستان د سولې په مسئله کې ډېره همکاري کړې او تمه لري چې په دې برخه کې لا ډېر پرمختګ راشي.

خان ویلي، افغانستان کې جګړه یوازې د خبرو له لارې ختمېدای شي او په وینا یې له همدې کبله راتلونکی ولسمشر جو بایډن هم باید تر جګړې پر سوله ټینګار وکړي.

له دې سره هغه یو ځل بیا له افغانستان سره د اړیکو پر پراختیا او پياوړتیا ټینګار کړی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی
افغانستان

سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی

اگست 4, 2026
ټرمپ: که د بګرام اډه را ونه سپارل شي، ښایي ناوړه پایلې ولري
نړۍ

امریکا له ایران سره د خبرو اترو نوی پړاو پیلوي

اگست 4, 2026
پاکستان او ترکمنستان ټاپي پروژه د شریکو هېوادونو د اړيکو لپاره حياتي بللې
اقتصاد

ترکمني چارواکو د ټاپي پروژې د پرمختګونو ارزونه کړې

اگست 4, 2026
بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي
نړۍ

بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي

اگست 4, 2026
د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ
افغانستان

د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ

اگست 4, 2026
ملابرادر: حکومت به نورستان کې د سېلاب ځپلو کورنیو ستونزې حل کړي
افغانستان

ملابرادر: حکومت به نورستان کې د سېلاب ځپلو کورنیو ستونزې حل کړي

اگست 4, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist