Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د افغانستان په تړاو د جنیوا کنفرانس؛ ګډونوال: د سولې خبرې باید بریالۍ او د بشر حقونه خوندي شي

admin by admin
2020/11/23

د افغانستان لپاره د جېنیوا ۲۰۲۰ کال کنفرانس نن پیل شو.

د کنفرانس په لومړۍ ورځ په دوو مهمو مسایلو ګډونوالو خبرې وکړې چې یوه یې سوله او بله یې د بشر د حقونو خوندیتوب وو.

د بهرنیو چارو وزیر چې دا کنفرانس یې رهبري کاوه وویل، ترهګري د ټولو لپاره یو ګواښ دی خو په وینا یې چې هېواد یې دې ته ژمن دی چې د څلورو لسیزو جنګ ته د پای ټکی کېږدي.

د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر وویل: ((ترهګري زموږ او نړیوالو ټولنې لپاره ګډ ګواښ دی او سوله د ټولو په ګټه ده. افغانستان ژمن دی چې په هېواد کې د څلورو لسيزوپای ته ورسوي.))

په دې کنفرانس کې دغه راز د ښځو او ماشومانو د حقونو په خوندیتوب هم ټینګار وشو.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشرې، آغلې شهرزاد اکبر وویل: ((د قربانیانو غږ بايد واوریدل شي، افغانستان مرکچي پلاوی بايد د ټولو غږ واوري. سوله هغه وخت ممکنه ده چې بشري حقونه پکې خوندي وي. د بشري حقونو اهمیت سولې ته رسېدو لپاره اړين ګڼل کېږي. د تاوتريخوالي پای ته رسېدل به ټول افغانان سولې ته هیله من کړي.))

د افغانستان د سولې مذاکره کوونکی پلاوی بیا وایي، تاوتریخوالي افغانان خفه کړي او خبرداری ورکوي چې نه پرېږدي تېر تاریخ تکرار شي.

د افغان حکومت مذاکره کوونکي پلاوي مشر معصوم ستانکزی وویل: ((افغانان هيله من ؤ چې د امريکا او طالبانو ترمنځ له هوکړې وروسته د تاوتریخوالي کچه کمه شي، خو له بده مرغه داسې ونه شول. موږ بايد د تېر تاريخ د تکرارېدو او د بد تصویر د رامنځته کېدو مخه ونيسو.))

ښاغلي ستانکزي دغه راز د ښځو په ونډې هم ټینګار وکړ او وې ویل، افغان مشران په ټولو برخو کې د ښځو ونډه مهمه ګڼي او له همدې امله د سولې په بهير کې افغان ښځې پراخ ګډون لري.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي
روغتیا

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی
نړۍ

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist