پنجشېر ته د تېر جمهوریت هغه نظامي او ملکي مامورین بېرته راستانه شوي، چی د اسلامی امارت له واکمنېدو سره سم یې هېواد پرېښی او بهرنیو هېوادونو ته تللي وو.
دوی له شاوخوا دوه نیمو کلونو وروسته خپلو مېنو ته راستانه شوي او په خبره یې له کومې ورځې چې خپل ولایت ته راغلي له هر اړخیزامنیته برخمن دي او په عادی ډول خپلې ورځنۍ چارې پرمخ وړي.
راستانه شوي کسان وايي، خپل ولایت ته په راتګ سره هېڅ ډول ستونزې سره نه دي مخ شوي، امنیت یې تامین دی او له نورو بهر مېشتو افغانانو غواړي چې خپل هېواد ته راستانه شي او ټینګار کوي، چې له مخالفتونو څه نه جوړېږي، لاس ترې واخلئ.
له بهر راستون شوی د پنجشېر اوسېدونکی وايي: « موږ راغلي یو، هېڅ ستونزه نه لرو، هر څه سم روان دي او هېچا موږ ته تراوسه نه دي ویلي چې څه کاره وې، څه دې کول او څه نه؛ نو دا دی بېرته راغلو شکر ارامه، ارامي ده.»
ځايي مسوولین وايي، په تېرو څو میاشتو کی د تېر نظام ۵۰۰ کسان چې په ملکي، نظامی ادارو او بهرنیو وګړو سره یی دندې ترسره کړې وې راستانه شوي، چی یو شمېر یې په دندو ګومارلي او پاتې کسانو ته د کاري فرصتونو برابرولو په لټه کې دي.
د پنجشېر ولایت والي حافظ محمد اغا حکیم وايي: « دوی خپلې سیمې او خپل کلي ته راځي او ان شاءالله هېڅ ډول ستونزه ورته نه پېښږي. که څوک له داسې ستونزې سره مخ شوې وي چې هېواد ته راستون شوی وي او چا ورته کومه ستونزه پېښه کړې وي؛ نو موږ به یې هرومرو پوښتنه کوو او ستونزې ته به یې رسېدنه کوو.»
ورته مهال مسوولین ډاډ ورکوي، چې افغانستان د ټولو افغانانو ګد کور دی او په خبره یې هر وګړی په کې د ازاد ژوند حق لري او ټینګار کوي، چې په تېرو دوه نیمو کلونو کې که په هر نوم، وېره او اندېښنه وتلي وي، په ډاډه زړه دې بېرته هېواد ته راستانه شي او دلته به یې ژوند خوندي وي.
د پنجشېر د استخباراتو مشر مفتي عبدالهادي امین وايي: « نه یوازې دا چې کومه ستونزه ورته نشته، بلکې دوی ستایل کېږي، هرکلی یې هم کېږي او مننه ترې کوو؛ نو زموږ غوښتنه له دوی دا ده چې راشئ خپل وطن ته، له هېواده بهر اوسېدل نه دوی ته کومه ګټه لري او نه افغانستان ته.»
د پنجشېر د امنیه قوماندان قاري احمدالله بدر وايي: « را دې شي د خپل هېواد او هېوادوالو حق دې ادا کړي، دلته دې ابادي وکړي، موږ له ټولو غواړو چې راشئ او د خپل وطن په ابادولو کې له موږ سره ونډه واخلئ. موږ ۴۵ یا ۵۰ کاله وینه تویه کړه او نن د خولې د تویولو وخت دی، موږ ۴۵ یا ۵۰ کاله په خپل وجود ټپونه منل اوس به د یو بل نیوکه منو کنه! یو بل ته به مینه او محبت ورکوو او د وطن د ابادۍ لپاره به کار کوو.»
دا په داسې حال کې ده چې د پنجشېر ولایت محدود شمېراوسېدونکو چې په مخکېني حکومت کې یې په بېلابېلو برخو کې ملکي او نظامي دندې درلودې، واک ته د اسلامي امارت له رسېدو سره یې مخالفت پیل کړ او په څو میاشتو کې د درنو تلفاتو په اوښتو سره مخالفه ډله اوس د جنګ نه اسباب او نه توان لري؛ خو په بهر کې د یادې ډلې یو شمېر مشران په ټولنیزو رسنیو کې انلاین ناستې کوي او د اسلامي امارت مخالفت کوي، چې ګواکې یاد نظام به نسکوروي او بیا به واک ته رسېږي.
خو اسلامي امارت په وار وار ډاډ ورکړی چې په افغانستان کې د جګړې لپاره نه پلمه او نه هم اړتیا شته او د اسلامي نظام پر وړاندې درېدل بغاوت دی.