د امریکا دفاع وزارت اعلان کړه چې د راتلونکي ۲۰۲۱ کال د جنورۍ میاشتې تر پنځلسمې به افغانستان کې یوازې ۲۵۰۰ پوځیان پرېږدي.
د امریکا دفاع وزارت سرپرست کرېسټوفر مېلر ويلي، په دې اړه یې له افغان ولسمشر غني او د ناټو له سرمنشي ینس سټولټنبرګ سره هم خبرې کړې دي.
کریسټوفر مېلر ویلي، د امریکا حکومت دا پرېکړه خپلو ټاکل شویو پلانونو او ستراتیژیکو اهدافو ته په کتو کړې او دا پرېکړه د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د پلان برخه ده.
هغه ویلي، ټرمپ دا پرېکړه د خپلې ملي امنیت له کابینې سره د څو میاشتو له سلا مشورو وروسته کړې ده.
میلر د چا نوم نه دی یاد کړی، خو ویلي یې دي، چې که ترهګر هڅه وکړي چې د پوځیانو ایستلو دا بهیر ګډوډ کړي او یا هم امریکا او متحدینو ته یې ګواښ پېښ کړي، نو په ټوله وړتیا سره به یې مخه ونیسي.
له دې سره افغان حکومت بیا ویلي، له امریکا او ناټو سره یې تړون اوږدمهاله دی او پر شریکو ګټو راڅرخي.
د ارګ ویاند صدیق صدیقي تیره ورځ کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، افغان حکومت، امریکا او ناټو ټول دې ته ژمن دي چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو پر ځاله بدل نه شي او د تېرو ۱۹ کالو لاسته راوړنې خوندي شي.
صدیق صدیقي وایي، لا هم د ترهګرۍ له جدي ګواښ سره مخ دي او په وینا یې القاعده او طالبانو په ګډون لسګونه نورې ترهګرې ډلې لا هم په افغانستان کې شته.
صدیقي وایي، دوی ژمن دي چې ترهګر باید هېڅکله هم د افغانستان له خاورې د افغان حکومت نړیوالو شریکانو ته ګواښ پېښ نه کړي.











