د قیصار ولسوالۍ پر امنيه قومندانۍ موټر بم بريد شوی.
فاریاب کې چارواکي تاييدوي، چې د دغه ولايت د قیصار ولسوالۍ پر امنيې قومندانۍ لومړی موټر بم بريد شوی او ورپسې د طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ نښته پيل شوې ده.
د فارياب امنيه قومندان جنرال غيب الله سادات وايي، چې تېره شپه ۱۰ بجې شاوخوا طالبانو له چاودېدونکو توکو ډک هاموې ټانګ د قيصار امنيه قومندانۍ خوا کې چاودنه ورکړه.
هغه وويل، چې له چاودنې سم لاسي وروسته طالبانو جګړه پیل کړه، چې د امنيتي ځواکونو لخوا يې مخه ونيول شوه.
امنيه قومندان وايي، چې په موټربم چاودنه کې د قيصار د امنيه قومندانۍ د ودانۍ ځينې برخې تخريب شوي دي.
د سادات په خبره دوی د دغه موټر بم چاودنې په تړاو له وړاندې راپور درلود، ځکه يې چمتو والی نيولی وو او په چاودنه کې يې يواځې دوه تنه امنيتي سرتېري برسېرن ټپیان شوي دي.
د قيصار يو شمېر اوسېدونکو شمشاد ته وويل، چې چاودنه ډېره زوروره وه او له امله يې امنيه قومندانۍ ته سره خوا کې د خلکو کورونه او دوکانونه تخريب شوي چې خلکو ته يې پراخ مالي زيانونه اړولي دي.
طالبانو د دې پېښې په تړاو تر اوسه څه نه دي ويلي.











