Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خبریالان: اطلاعاتو ته محدود لاسرسی مو د کار پر وړاندې لوی خنډ دی

خبریالان: اطلاعاتو ته محدود لاسرسی مو د کار پر وړاندې لوی خنډ دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/02/29

تېر دوه نیم کلونه که څه هم د افغانستان رسنیو او خبریالانو لپاره له اقتصادي او نورو ستونزو خالي نه وو او له ۲۰۰ زیاتو ټلوېزیوني شبکو، راډیوګانو، چاپي او نورو رسنیو سقوط وکړ؛ خو دا مهال په  ټول هېواد کې شاوخوا ۳۰۰ ټلوېزیوني شبکې، راډیوګانې، چاپي او نورې رسنۍ فعالیت کوي او په زرګونه خبریالان او کارکوونکي په کې په کار بوخت دي.

عام خلک چې په خبریالانو او رسنیو ډېر باورلري او خپلې ستونزې له همدې لارې تر اړونده ارګانونو رسوي او خبریالان دا کار خپل مسوولیت او رسالت ګڼي.

افغان خبریال روح الله روحاني وايي: « زما غوښتنه دا ده چې د رسنیو قانون چې لا هم دا دوه نیمه کاله یا څه کم درې کاله کېږي نه دی مالوم شوی؛ باید ژر تر ژره مالوم شي ترڅو په دې برخه کې د خبریالانو ستونزې هوارې او له قانون سره سم پرمخ ولاړ شي.»

په بلخ ولایت کې د شمشاد ټلوېزیون خبریال روح‌الله روحاني که څه هم د اقتصادي او مالي ستونزو سربېره اطلاعاتو او مالوماتو ته محدود لاسرسی د کار پر وړاندې لوی خنډونه یادوي؛ خو وايي د پخوا پرتله کاري ساحه پراخه شوې او هرې سیمې ته د خبر جوړولو لپاره تللی شي.

روحاني زیاتوي: « کاري ساحه د پخوا په پرتله پراخه شوې او خبریالان کولی شي په ازاد ډول هغو سیمو ته چې هلته له دوو لسیزو راهیسې رسنۍ یا خبریال نه دي تللي، د خلکو غږ یې نه دی اوچت شوی؛ خو اوس خبریالان کولی شي چې هلته سفر وکړي، د خلکو او ولس غږ را واخلي او تر مسوولینو یی ورسوي.»

روحاني چې اووه کاله بېلابېلو رسنیو سره خبریال پاتې شوی، تېر کال په همدې کب میاشت کې یوه چاودنه کې له ۱۶ نورو ملګرو سره ټپي شو او درې تنو ژوند بایلود.

 بلخ کې مېشت خبریالان د روحاني کار او فعالیت ستايي او وايي، نوموړی ترهغو سیمو لاړه چې هېڅ رسنۍ نه وه تللې.

بلخ کې مېشت یو خبریال وايي: « زه د یوه خبریال په حیث د روحاني کارونه ستایم، ځکه په شمال زون کې داسې سیمو ته دی لاړ چې هلته ورتلل ناشونی و او د هغه ځای د خلکو ستونزې یې رسنیزې او تر مسولو چارواکو ورسولې. بله دا چې روحاني دلته د خبریالانو لپاره یوه الګو ده او ډېری د ده په تقلید لګیا دي کار کوي او خپل کارونه مخې ته بیايي.»

روحاني وايي، خبریال باید په افواهاتو او بې بنسټه اوازو باور ونه کړي او د دقیق او کره خبر لپاره رسمي ادرسونو ته مراجع وکړي او د پېښې او قضیې په اړه پلټنه وکړي.

هغه زیاتوي: « زیاترو برخو کې ډېری خبریالانو داسې شته چې هغه له غېر رسمي پاڼو یا سایټونو څخه خپل مالومات ترلاسه کوي چې زیاتره دا حقیقت نه لري؛ نو د خبریال په حیث له ټولو ژورنالېستانو زما غوښتنه دا ده چې هڅه وکړي د خپل خبر د بشپړولو لپاره له رسمي ادرسونو ګټه واخلي.»

روح الله روحاني د ژورنالېزم څانګه کې زده کړې کړي او له اووه کلونو یې بېلابېلورسنیو سره د خبریال په توګه کار کړی دی.

 نوموړی د شمشاد د دوو نورو همکارانو ترڅنګ د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ په ۲۶ مه د افغانستان د ازادو خبریالانو ټولنې لخوا وستایل شو او د کال د غوره خبریال ایوارډ او نغدي جایزه یې ترلاسه کړه.

هغه له سرپرست حکومته غواړي چې رسنیو ته دې لا ډېر ارزښت ورکړي او د رسنیو لپاره دې قانون جوړ او توشېح کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist