Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سیف دې چلډرین له پاکستانه د راستنو شویو کورنیو ماشومانو ته د خدماتو وړاندې کولو خبر ورکړی

د سولې نړیوال سازمان: له پاکستانه د افغان کډوالو جبري اېستل د نړیوالو اصولو خلاف دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/02/29

وروسته له هغې چې د پاکستان لنډمهالي لومړي وزير انوارلحق کاکړ پر مشرۍ حکومت د تېر ۲۰۲۳ز کال د اوکتوبر په څلورمه له دې هېواده په جبري توګه د افغان کډوالو د اېستلو اعلان وکړ، دې پرېکړې پر نړیواله کچه حساسایتونه راوپارول.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سترې کمېشنرۍ، د کډوالو نړیوال سازمان او دغه راز ورته نړیوال بنسټونه د پاکستان دغه چاره له نړیوالو اصولو سره په ښکاره ټکر کې وبلله.

تازه د سولې نړیوال سازمان هم  د پاکستان دغه اقدام د نړیوالو نرمونو خلاف او د کډوالو حقونو نقض ګڼي.

یاد سازمان زیاته کړې:« که څه هم د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویانده ممتاز زهرا بلوڅ د افغان کډوالو جبري اېستنه د نړیوالو نرمونو او اصولو سره سم ګڼي؛ خو د بشري حقونو ګڼو ادارو د پاکستان حکومت د دې چارې پر وړاندې ګڼ غبرګونونه ښودلي.»

د سولې نړیوال سازمان پر نړیوالې ټولنې غږ کوي چې له افغان کډوالو سره په دې سختو شرایطو کې مرسته وکړي.

دغه سازمان له نړۍ غواړي چې د افغان کډوال ستونزو ته د رسېدنې په موخه په بېړني ډول داسې لارې چارې غوره کړي، چې په کې د هغو ټول حقونه خوندي وي.

یاد سازمان زیاتوي:« د کډوالو اوسنی وضعیت د نړیوالې ټولنې بېړنۍ پاملرنې ته اړتیا لري. نړۍ باید د دې بحران د حل او د معقولو حللارو د موندلو لپاره داسې کوټلي ګامونه پورته کړي، چې له مخې يې د اړمنو کډوالو حقونو ته درناوی شوی وي.»

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي په جبري ډول د افغان کډوالو اېستل د ګاونډيتوب او نړیوالو اصولو خلاف عمل ګڼي.

 دوی وايي، پاکستان تل د افغانانو له مجبوریتونو سیاسي ګټه پورته کړې او د ورته فشارونو له لارې یې غوښتي چې له افغانستان سره خپله دوښمني وپالي.

د دوی پر باور پاکستان باید له دې مسالې د سیاسي فشار پر ځای نړیوالو اصولو ته ژمن پاتې شي او افغان کډوال دې د ځانګړو میکانیزمونو او د کډوالو  حقونو له رعایت سره افغانستان ته د دوی د ستنولو زمینه برابره کړي.

بل پلو بیا یو شمېر نور بیا د کډوالو د ملاتړ پر ورته سازمانونو له دې کبله نیوکه کوي، چې کواګې له کډوالو څخه د دې بنسټونو ټول ملاتړ یوازې د خبرپاڼو په خپرولو او د پاکستان د دې ګام تر غندلو پورې محدود دی.

دوی له دې ادارو څخه د عملي اقداماتو غوښتنه لري.

ومو غوښتل له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستنې په تړاو د کډوالو چارو وزارت نظر هم له ځان سره ولرو؛ خو له پرلپسې اړیکو سره سره یې خپل نظر له موږ سره شریک نه کړ.

دا په داسې حال کې ده چې د تېر ۲۰۲۳ز کال د اوکتوبر له څلورمې چې د پاکستان لنډمهالي حکومت په پراخه کچه د افغان کډوالو د اېستلو خبر ورکړی، تر دې مهاله سلګونه زره دغه کډوال د تورخم او سپین بولدک لارې هېواد ته راستانه شوي، چې ۶۰زره یې یوازې د تېر کال د سپتمبر د ۲۳مې د اوکتوبر تر ۲۲مې اېستل شوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026
پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist