Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کارپوهان: د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ټاکل د نړیوالو قوانینو خلاف کار دی

کارپوهان: د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ټاکل د نړیوالو قوانینو خلاف کار دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/02/25

ټاکل شوې  ده، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په نږدې ورځو کې د افغانستان په تړاو ناسته جوړه کړي او په دغه ناسته کې به د افغانستان لپاره یو بل ځانګړی استازی وټاکي.

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان د نړیوالو له لوري د دغه ډول ځانګړي استازي ټاکل د نړیوالو قوانینو او اصولو خلاف کار دی.

دوی وايي، اوس په افغانستان کې ځواکمن مرکزي نظام حاکم دی او نړیوال باید د استازو له لارې نه چې ښه مخینه هم نه لري، بلکې په مستقیم ډول له افغان حکومت سره خبرې پیل کړي.

 د دوی په خبره، د دغو ټولو مسایلو ترشاه د واشنګټن لاس دی او امریکا غواړي چې د ملګرو ملتونو له لارې د افغانستان په داخلي چارو کې لاسوهنه وکړي.

د سیاسي چارو کارپوه هاتف مختار وايي:« د ملګرو ملتونو لخوا د ځانګړي استازي ټاکل د نړیوالو قوانینو او موازینو خلاف کار دی، افغانستان په یوه بحراني حالت کې نه دی، دلته اوس جګړه نشته او هر ډول جګړه له منځه تللې. موږ دلته یو ځواکمن خپلواک مرکزي نظام لرو، چې د افغانستان له سرچینو او ګټو په نړیواله کچه دفاع کولی شي او د خپل ملت استازیتوب کوي. په تاریخي لحاظ افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازی تل پاتې راغلی. غوښتنه مو دا ده چې امریکا دې د ملګرو ملتونو له لارې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه نه کوي.»

ځينې نور بیا وايي،په تېر کې هم ځانګړو استازو پایله نه ده ورکړې او اوس هم دغه استازی چې ملګري ملتونه یې ټاکي پایله نه ورکوي.

د دوی په خبره، ملګري ملتونه باید د دغه ډول اقداماتو پرځای عملي ګامونه واخلي او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ افغان حکومت ته وسپاري.

د سیاسي چارو کارپوه موسی سعادت وایي: « ملګري ملتونه غواړي په راتلونکې کې بیا یوه غونډه ولري او د افغانستان لپاره استازی وټاکي. زما په نظر ځانګړي استازي تېر ته په کتو هېڅ نه پایله ورکړې او نه به یې ورکړي او نه ورته په افغانستان کې اړتیا شته، دلته حاکم نظام دی، د بهرنیو چارو وزارت شته له دوی سره دې خبرې وشي او نظام دې په رسمیت وپېژني، په ملګرو ملتونو کې دې څوکۍ ورکړل شي، ځکه دا دې ولس او نظام حق دی.»

د سیاسي چارو کارپوه توریالی ځاځی بیا وايي، د پخوانيو مجاهدینو له وخته رانیولې تراوسه د ملګرو ملتونو او یا هم د سترو هېوادونو ځانګړي استازي، چې د افغانستان د قضیې لپاره ټاکل شوي هېڅ ډول لاسته راوړنه نه لري.

ځاځی وايي، د دغو ټولو مسایلو ترشاه د امریکا لاس دی او غواړي چې له دې لارې په افغانستان کې خپلې سیاسي موخې تعقیب کړي او د افغانستان سیاسي مخالفتو ته د تبلغاتو لار هواره کړي.

هغه زیاتوي: « دا څه استازي چې د نړیوالو هېوادونو، ملګرو ملتونو او امریکا له لوري افغانستان ته ټاکل شوې دي، زما په نظر داسې څوک به پيدا نه شي چې د دوی د یوه مثبت کار یادونه دې وکړي، دا یوازې د دې لپاره دي چې څنګه کولی شي زموږ هېواد کې خپلې سیاسي موخې ترلاسه کړي.»

اسلامي امارت بیا هماغه مهال چې امنیت شورا د یوه پرېکړه لیک په تصویب سره تائید کړه، چې باید د افغانستان لپاره بل ځانګړی استازی وټاکل شي؛ مخالفت وښود او زیاته یې کړه چې په کابل کې د ملګرو ملتونو د سیاسي فعالې استازوالۍ (یوناما) ترڅنګ بل استازي ټاکلو ته اړتیا نه لیدل کېږي.

 اوس کتوونکي په دې باور دي که ملګري ملتونه بل ځانګړی استازی هم وټاکي د افغان حکومت له همکارۍ پرته هېڅ هم نه شي کولی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist