Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
نړيوالو بنسټونو غزني ولایت کې د  دوو کسانو اعدام ته غبرګون ښودلی

نړيوالو بنسټونو غزني ولایت کې د  دوو کسانو اعدام ته غبرګون ښودلی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/02/25

د اسلامي امارت له بيا واکمنېدو سره سم د ۲۰۲۱ کال اګسټ را په دېخوا د شرعي احکامو پر تطبيق جدي سپارښتنه شوې .

له تېرو دوه نيمو کلونو را په دېخوا اسلامي امارت له خوا په عام محضر کې له نورو سزاوو سربېره د اعدام سزا هم پلې شوې.

د غزني ولايت کې تېره پنجشنبه پر دوو کسانو د اعدام حدود پلې شول چې د نړيوالو له غبرګونونو سره مخ شوي .

د اسلامي امارت حکومت د سترې محکمې په وينا، تر جرم ثابتېدو وروسته يادو کسانو ته د محکمو له خوا د اعدام سزا تعين شوې وه .

د ملګرو ملتونو د سرمنشي وياند سټيفن دوجاريک له خبريالانو سره په خبرو کې ويلي:« موږ په قاطعيت د مرګ سزا د کارونې مخالفت ته دوام ورکوو او فکر کوم چې په مشخص ډول د ‌دغو اعدامونو عامه بڼه زړه بوږنوونکې وه .»

ورته مهال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالۍ (یوناما) هم  پر خپله اېکس پاڼه له دا ډول سزاوو سره له مخالفت سربېره دا کړنه د ژوند له اساسي حق سرغړونه بللې. د ملګروملتونو غبرګون سره هم مهاله، د بښنې نړيوال سازمان د سوېلي آسیا سیمه‌ییزې مرستیالې لیویا ساکاردي هم  وړمه شپه ناوخته يوه خپره کړې اعلاميه کې د سرپرست حکومت تر واک لاندې د عادلانه محاکمو نه شتون ته اندېښنه ښودلې.

هغې زیاته کړې: « اوس د دې وخت دی چې نړيواله ټولنه او ملګري ملتونه په طالبانو د بشري حقونو د ښکاره سرغړونو له امله فشارونه راوړي څو دا ډاډ تر لاسه شي، چې په افغانستان کې د نړيوالو حقونو خونديتوب ته درناوې کېږي. »

د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد  يوې خبري غونډې ته په خبرو کې ويلي، اسلامي شريعت يو جامع قانون دی او فقه په حکومت او نظام کې د هر سړي دنده په ډاکه کوي .

د سیاسي چارو شنونکي وايي، ملګري ملتونه بايد پوه شي چې مسلمانانو ته اسلامي احکام ارزښت لري او د‌ هغو احکامو په رڼا کې د اعدام او عفوې پرېکړه کېږي .

د سياسي چارو شنونکی طارق فرهادي وايي: « افغانستان یو اسلامي هېواد دی که تاسې قرانکریم مطالعه کړئ نو په دې به پوه شئ چې  اعدام د اسلامي عدالت یوه برخه او د مسلمان حق دی، همداراز د بښنې په اړه هم ایت راغلی دی. اوس په افغانستان کې هغه وخت نه دی چې د ملګرو ملتونو هره خبره دې ومنل شي، دوی (ملګري ملتونه) باید پر دې پوه شي چې اسلامي هېوادونه په ځينو مسایلو کې ډېرې لوړې برخې لري.»

ځینې نور بیا وايي، اسلامي هېواد کې د جرمونو په تړاو د خدای حکم جاري کول اصل دی؛ خو په وينا يې په عام محضر کې د اعدام پلې کول ښايي د ځينو حساسيت وپاروي .

‎ د ‎‎‎‎‎‎‎‎ سیاسي چارو شونکی عزیز معارج وايي: « حدود پلي کول یو شریعي حکم دی په دې شرط چې د محکمې حکم او ټول شرایط برابر وي، عام محضر کې یې پلي کول نورو ته د پند او عبرت لامل کېږي، د جرمونو مخنیوی کوي او ټولنې ته ګټور تمامېږي.»

دا په داسې حال کې ده چې وار له مخې په لومړي ځل فراه کې د اسلامي امارت له خواه  پر يوه سړي د اعدام حکم  پلی شوی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له ایران سره د امریکا او اسراییلو جګړه؛ له ۳۰ زرو زیات افغان کډوالو هېواد ته راستانه شوې
افغانستان

له ایران سره د امریکا او اسراییلو جګړه؛ له ۳۰ زرو زیات افغان کډوالو هېواد ته راستانه شوې

مارچ 29, 2026
کابلوف: د روسیې او افغانستان ترمنځ هېڅ ډول مخالفت شتون نه لري
افغانستان

کابلوف: د افغان کارګرو جذب په اړه اسلامي امارت سره خبرې روانې دي

مارچ 29, 2026
ننګرهار کې د هغو مېوو باغونه په ډېرېدو دي چې له بهر څخه واردېږي
افغانستان

ننګرهار کې د هغو مېوو باغونه په ډېرېدو دي چې له بهر څخه واردېږي

مارچ 26, 2026
دهقان
افغانستان

وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

مارچ 26, 2026
حکومت د روږدو کسانو پر درملیز مرکز د برید په تړاو د نړیوالو پلټنو غوښتنه کړې
افغانستان

د ملګرو ملتونو کارپوهان: پر افغانستان د پاکستان بریدونه غیرقانوني دي

مارچ 26, 2026
پښتین: تیرا کې روان پوځي عملیات د پښتنو ځورولو او لوټلو لپاره پلان شوي
افغانستان

پښتین: ملګري ملتونه دې پر پښتنو د پاکستاني پوځ د ظلم مخنیوی وکړي

مارچ 26, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist