د افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی یوشیائوونګ وايي، ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر له مرستیال سره په لیدنه کې یې د افغانستان پر بیا رغونه خبرې کړي.
یوشیائوونګ وايي، افغانستان په اړه د ترکمنستان په کوربتوب د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزایرانو د ناستې ملاتړ کوي.
هغه زیاته کړې: « د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال احمد قربانوف سره په لیدنه کې په دې خبرې وشوې چې له افغانستان سره د ګډې همکارۍ هڅې ګړندۍ کړو، چین د افغانستان په اړه د ګاونډیو هېوادونو ناسته چې د ترکمنستان په کوربتوب ترسره کېږي ملاتړ کوي .»
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، په ټولو هغو ناستو کې چې د افغانستان په تړاو جوړېږي د افغان حکومت موقف، ملي حاکمیت او دی ته ورته نورو برخو ته باید درناوی وشي.
د مجاهد په خبره، د هرې هغې ناستې چې د افغانستان راتلونکې په اړه د همکارۍ هوډ لري ملاتړ کوي او له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره مثبتې اړیکې غواړي.
هغه زیاتوي: « د افغانستان اسلامي امارت هم له سیمې سره ښیې اړیکې غواړي او دا چې د سیمې هېوادونه له افغانستان سره د اړیکو او وضعیت ښه والي لپاره هلې ځلې کوي؛ موږ ترې مننه کوو او د غونډو په اړه باید دومره ووایم ،چې هره غونډه چې د افغانستان په تړاو جوړېږي او موږ د هغې اجنډا ولرو نو بیا پرېکړه کولی شو چې اغېزمنتیا يې څومره ده او د ګډون او نه ګډون موضوع څنګه مطرح کړو. تراوسه موږ ته داسې موضوع په لاس نه ده راغلې خو په عمومي توګه ویلی شم چې د افغانستان په تړاو هره ترسره کېدونکې غونډه کې باید افغانستان مهم رول ولري او د افغانستان دریځ په کې پام کې ونیول شي، همدا راز زموږ شرایط او غوښتنو ته پاملرنه وشي نو دا ډول غونډې بیا ګټورې تمامېږي.»
د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، سرپرست حکومت دې د سیمې او نړۍ له ټولو هېوادونو سره داسې اړیکې ورغوي، چې د هېواد بنسټونه او اقتصاد ورسره پیاوړی شي.
د سیاسي چارو کارپوه ادریس محمدي ځاځی وايي: « د دې ټولو خبرو مهم ټکي دا دي چې اسلامي امارت له دوی سره تعامل نور هم پیاوړی کړي، لا زیات هوکړې ته ورسېږي او همداسې د چین او ترکمنستان هېوادونو په څېر نورو هېوادونو تعامل بیا کولی شي چې اقتصادي پرمختګ او سیاسي ثبات رامنځته او نړیوالو سره تعامل ته هم لار هواره شي.»
د افغانستان په اړه د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو څلورمه ناسته به د راتلونکې کال وري (حمل) میاشت د ترکمنستان په کوربتوب ترسره شي.