موندنې: نیمايي افغانان د حکومت له ولکې بهر ژوند کوي.
د افغانستان نیمايي اوسېدونکي د حکومت له کنټروله وتلو سیمو کې ژوند کوي.
د لانګ وار ژورنال ورځپاڼې د موندنو له مخې د افغانستان ۴۱ سلنه وګړي په هغو ولسوالیو کې ژوند کوي چې طالبان پرې اغېز لري او نهه سلنه نور یې په مستقیم ډول د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې ژوند کوي.
د موندنو له مخې که څه هم افغان حکومت لرې پرتې سیمې طالبانو ته پريښې، خو لا هم نه دی بریالی شوی چې خپله ولکه په خلکو زیاته کړي.
غوڅ ملاتړ ماموریت بیا د مې میاشتې په موندونو کې ویلي، چې ۲۴ سلنه خلک هغو سیمو کې ژوند کوي چې طالبان هڅه کوي ویې نیسي او په دولس سلنه خاوره کې وسله وال فعالیتونه شته.