د تیرې ورځې چاودنې له امله کابل ښار کې ۲۴ کسان وژل شوي او ۵۷ نور ټپیان دي.
چاودنه د دیارلسمې امنیتي حوزې اړوند پل خشک سیمه کې د یو ښوونیز کورس مخې ته شوې چې وژل شوي او ټپیان هم د همدې کورس زده کوونکي دي.
کورنیو چارو وزرات وايي، د پلازمېنې کابل په لوېدیځه برخه کې د یوه ښوونیز مرکز په کوڅه کې د ځانمرګي برید له کبله ۲۴ کسان وژل شوي او ۵۷ نور ټپیان شوي دي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي، دغه چاودنه په دوی پورې تړاو نه لري، خو د راپورونو له مخې، داعش ډلې د دغه برید مسؤلیت منلی دی.
ارګ بیا دا برید غندلی او په یو ډول یې له طالبانو سره تړاو ورکړی.
تر دې وړاندې هم د کابل لویدیځه ساحه کې د بریدونو او چاودنو مسؤلیت د داعش ډلې منلي وو.











