Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امیري: د افغان ښځو او نجونو له حقونو دفاع ستراتیژیکه اړتیا ده

امیري: د افغان ښځو حقونو خونديتوب په اړه مو اوسنی دريځ نه بدلېدونکی دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/02/21

په افغانستان کې د بشري حقونو خونديتوب يو له هغو شرطونو دی چې نړيوالو د رسميت پېژندنې لپاره د افغانستان سرپرست حکومت تر مخې اېښی.

يو وار بيا د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره امريکا ځانګړې استازې رینا امیري په ډاګه کړې، چې د افغان ښځو حقونو خونديتوب په اړه يې دريځ پخوانی دی او په خبره يې په ياد دريځ کې بدلون ممکن نه دی.

امیري زیاته کړې، د ښځو او نجونو د حقه حقونو په اړه پر پخواني دريځ سربېره امريکا د ملګرو ملتونو له هغې پرېکړې سره هم موافقه ده، چې له مخې به يې د افغانستان لپاره ځانګړی استازی وټاکل شي.

خو د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان د بشري حقونو په اړه د نړيوالو او په ځانګړې توګه د امريکا دريځ واحد نه بولي او په خبره يې، دا هېواد د افغانستان په شمول په نورو هېوادونو کې هم د بشري حقونو د نقض قضيې لري.

د سیاسي چارو کارپوه زلمی افغانیار پوپل وايي: « که د بشر حقونه او ډیموکراسي دوی ته دومره اړینه وه؛ نو ولې په جمهوریت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د سیاسي واک وېش مدیریت کاوه. هغه بشر چې نن په فلسطین کې وژل کېږي خو امریکا بیا هم په مستقیمه توګه د هغوی د وژونکو لوجستیکي، تسلیحاتي او نظامي ملاتړ کوي. دا سمه ده په افغانستان کې د ضعف ټکي شته او د افغانستان اوسنی نظام باید د خلکو په مشوره د ضعف ټکي له منځه یوسي نه د فشارونو له لارې او هیله من یو چې نور د افغانستان په چارو کې لاسوهنه ونه شي.»

ځینې نور بیا د بشري حقونو خونديتوب د اوسني عصر واقعيت او اصل بولي او وايي، که د سرپرست حکومت پلاوي د دوحې په ناسته کې ګډون کړی وی، ښايي له ملګرو ملتونو او د يادې ناستې د ګډونوالو هېوادونو له استازو سره په افغانستان کې د بشري حقونو خونديتوب په اړه يوې جامع موافقې ته رسېدلي وی.

د سیاسي چارو کارپوه اختر محمد راسخ وايي: « ای کاش چې په دغه ناسته کې طالبانو هم ګډون کړی وی او نړیوالو ته د دوی وړاندیزونه وړاندې شوی وی، څو افغانستان یوه داسې مثبت لور ته روان شوی وی چې په هغه لور کې د ټولو افغانانو وړاندیزونه او نظریات منل شوي وو او د داسې نظام په جوړېدو هوکړه شوې وای چې په هغې کې ټولو افغانانو ځانونه لیدلي وای.»

د سیاسي چارو کارپوه واحد فقيري وايي: « د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ټاکل به دوه مهم اهداف تعقب کړي، یو دا چې د نړیوالو او اسلامي امارت ترمنځ به تعامل منظم کړي، لا به یې ډېر کړي او بله دا چې د بین الافغاني مذکراتو لپاره به هلې ځلې وکړي.»

خو په داسې حال کې چې سرپرست حکومت او نړيواله ټولنه د بشري حقونو په تړاو متضاد ليدلوري لري، د اختلاف پر ځای په دې اړه د تفاهم رامنځته کېدو لپاره په دريځونو کې د نرمښت وړانديزونه کېږي.

ملګرو ملتونو، امريکا او يو شمېر نورو هېوادونو هم په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونو په اړه د سرپرست حکومت پالېسۍ تبعيضي بللي، خو اسلامي  امارت تل ډاډ ورکړی، چې د بل هر وخت پرتله په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونه د شريعت مطابق خوندي شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist