د هلمند ناوې ولسوالۍ کې تیره شپه د ملي اردو دوو چورلکو ټکر شوي او لوېدلي دي.
تیره شپه ناوخته شاوخوا دوه بجې د ناوې ولسوالۍ د محمد امین اکا پوستې ته نږدې د هلمند سیند پرغاړه د ملي اردو هغه دوه چورلکو ټکر کړی چې سیمې ته یې تازه دمه کمانډو ځواکونه رسولي وو.
یادې دواړه چورلکې بیرته د پورته کیدو پر مهال ټکر شوي او له منځه تللي دي.
یوې امنیتي سرچینې ویلې، چورلکو د ناوې ولسوالۍ د جګړې هغه ۱۵ افغان سرتیري کابل ته انتقالول چې ټپیان شوي وو، خو د چورلکو د عملې سره یو ځای په ټکر کې ووژل شول.
د ولایتي شورا رئیس عطا الله افغان بیا وایې، د چورلکو عمله او ۲ ټپي سرتیري وژل شوي او الوتکې هم په بشپړه توګه له منځه تللي دي.
تیره شپه طالبانو پر ناوې ولسوالۍ سخته جګړه کړې چې ځیني سیمي یې طالبانو نیولي، خو دا چې کومې سیمې یې نیولي او څومره مرګ ژوبله اوښتې په تړاو یې څه نه دي ویل شوي.
د والي ویاند عمر ځواک بیا یوازې دومره مني چې تیره شپه ناوې ولسوالۍ کې چورلکو بیړنۍ ناسته کړې او د مرګ ژوبلې په اړه څه نه وایي.











