Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ګوتېریش: د افغانستان په تړاو د دوحې دوه ورځنۍ ناسته مثبته وه

ګوتېریش: د افغانستان په تړاو د دوحې دوه ورځنۍ ناسته مثبته وه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/02/20

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ملګرو ملتونو په نوښت د افغانستان په اړه دوه ورځنۍ ناسته پای ته ورسېده.

که څه هم ياده ناسته د بندو دروازو تر شا ترسره شوه، خو د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیوګوتېریش يې جزئيات په يوه خبري کنفرانس کې له رسنيو سره شريک کړل.

ګوتېریش وايي، ياده دوه ورځنۍ ناسته مثبته وه او په کې د ګډونوالو له لوري په افغانستان کې د ترهګرۍ ګواښونو کمولو په شمول پر درېيوعمده مسايلو بحثونه شوي.

ګوټېريش د ترهګرۍ له امله د احتمالي ګواښونو کمول مهم بولي او زياتوي، چې ياد ګواښونه د افغانستان پر ګاونډي هېوادونو هم اغېز کولی شي.

نوموړي دغه راز ویلي، د ناستې ګډونوالو په افغانستان کې د يوه داسې حکومت پر رامنځته کولو ټينګار کړی، چې د ټولو قومونو په شمول د افغاني ټولنې بېلابېل اقشار په کې شامل وي.

ګوټېريش د بشري حقونو او په ځانګړې توګه د نجونو او ښځو حقونو تحقق هم د دوحې د دوې ورځنۍ ناستې د بحث عمده ټکی ياد کړ.

هغه زیاته کړې: « افغانستان په يوه داسې وضعيت کې پاتې شوی، چې حکومت يې په رسميت نه دی پېژندل شوی. طالبان فکر کوي، چې د نړيوالو انديښنې د دوی مسووليت نه دی، خو نړيواله ټولنه فکر کوي، چې پرمختګ نشته. دا د رسميت او تعامل په برخه کې مهم مطرح مسايل دي.»

له خپرو شوو راپورونو سره سم په دې ناسته کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د يوه ځانګړي استازي پر ټاکلو هم بحث شوی دی.

ګوتېریش وايي، د ياد استازي د رول څرنګوالي په اړه يې د افغانستان له سرپرست حکومت سره خبرې شوي او دغه راز د دوحې په ناسته کې په دې اړه شوې سلا مشورې به د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته وړاندې کړي.

هغه زیاتوي: «د ځانګړي استازي په اړه به امنيت شورا ته د دوحې په ناسته کې شوې مشورې وړاندې کړم. د ياد استازي ګومارل مهم دي. دا استازی نه دا چې د نړيوالې همغږۍ مسووليت لري، بلکې له طالبانو سره به هم دخيل وي.»

ګوتېریش د يوې پوښتنې په ځواب کې د دوحې په ناسته کې د افغانستان سرپرست حکومت نه ګډون ته هم اشارې کړې او وايي، د افغانستان حکومت خپل ګډون له يو لړ داسې شرطونو سره ضميمه کړی و، چې ملګرو ملتونو ته د منلو نه وو.

ګوټېريش که څه هم ياد شرطونه واضح نه کړل خو وايي، د افغاني ټولنې د نورو اقشارو د استازو نه ګډون او بحث ورسره نه کول، يو له هغو شرطونو وو، چې سرپرست حکومت په ياده ناسته کې د ګډون لپاره اېښي وه.

دغه راز ګوتېریش یو وار بیا له نجونو او مېرمنو سره خواخوږي څرګنده کړه او د دوی پر وړاندې يې د ټولو محدوديتونو د لرې کېدو غوښتنه وکړه.

هغه وايي: « زما پيغام له دوی سره خواږي ده، که زما هېواد کې زما لسمۍ ښوونځيو ته نه شي تللی او يا هم په ټولنه او اقتصاد کې يې ونډه ونه لري، نو دا به له زيانه خالي نه وي.»

که څه هم د دوحې په تازه ترسره شوې ناسته کې د افغانستان سرپرست حکومت ګډون نه درلود، خو انټونيو ګوټېريش تائيدوي، چې له غونډې وړاندې يې په دوحې کې د سياسي دفتر له ځينو غړو سره ليدلي او په افغانستان کې يې د موجوده وضعيت په تړاو ورسره خبرې کړي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist