په کور دننه د ښه درملنې او له طبي خدماتو د څارنې لپاره شورا رامنځ ته شوه.
هغه طبي ډاکتران به مجازات شي، چې د غفلت له امله یې د یو کس روغتیا او یا ژوند ته ګواښ پېښ شي.
د ولسمشر دویم مرستیال ټینګار کړی چې ډاکټران دې په اسنادو تمرکز نه کوي بلکې د ښې درملنې لپاره دې وروستۍ طبي ټکنالوجۍ باندې حاکمیت پيدا کړي.
په افغانستان کې د طبابت د معیاري کولو او د ډاکترانو د حقوقو د خوندیتوب په موخه طبي شورا رامنځته شوه چې د باکیفیته خدماتو څارنه به کوي.
دا شورا به د طب په برخه کې د نورو څارنو تر څنګ به ډاکترانو ته د فعالیت جواز ورکوي او د باکیفیته درملنې لپاره به کار کوي.
د دغې شورا په رامنځته کېدو به د جعلي ډاکترانو مخنیوی وشي، د ډاکترانو حقوق به خوندي شي، پر ډاکترانو به د خلکو باور زیات شي، خلکو ته به عامه پوهاوی ورکوي او په طبي برخه کې شته ستونزو ته به حل لاره ګوري.
پخوا به ډاکترانو ته د کتنځای جوازونه د عامې روغتیا وزارت ورکول، خو اوس به له دې شورا پرته ډاکټران جواز نه شي ترلاسه کولای.
طبي شورا به د عامې روغتیا وزارت او لوړو زده کړو وزارت ترمنځ یو بل ارګان وي چې د طبابت برخه کې به همغږي او پرمختګ رامنځته کوي او د ناروغ او ډاکتر له حقوقو به ساتنه کوي.