Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خلیلزاد: عمران خان ښايي په زندان کې ترور شي

خلیلزاد: بایډن وېره لرله چې د دوحې له موافقې وتل به جګړه اوږده کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/02/17

د افغان سولې لپاره د امریکا مخکېني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د امریکا د کانګرېس د استازو جرګي د بهرنیو اړیکو کمېټې د دوحې د هوکړه لیک په پلې کولو کې د جوبایډن د حکومت ماتې تر عنوان لاندې یوې ناسته کې ویلي، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو د پرېکړې لامل دا و چې واشنګټن خپل پام له سترو قدرتونو لکه چین او روسیې سره سیالۍ ته اړولی و او له همدې امله یې نوره په افغانستان کې د پاتې کېدو لېوالتیا نه لرله.

خلیلزاد که د افغانستان مخکېنی ولسمشر محمد اشرف غني له کابله نه وای وتلی اسلامي امارت له امریکا سره د کړې هوکړې له مخې کابل ته نه ننوتل.

هغه زیاته کړې:« دا چې په وروستیو شېبو کې وتوانېدو طالبان کابل ته له ننوتلو را وګرځوو او پر ځای یې پر یوه ګډ حکومت د سیاسي هوکړې لپاره له دولت سره خبرې پیل کړو، خو دا مساله دواړو لوریو منلې وه، خو له هېواده د اشرف غني ناڅاپي وتل د دې لامل شو چې پوځ او پولیس بې مشره شي. همدا وضعیت د دې لامل شو چې طالبان کابل ته ننوځي.»

خلیلزاد وایي، د امریکایي ځواکونو د وتلو بل لامل دا وه، چې افغانستان نور د ترهګرو مرکز نه وه او د ملت جوړونې د بهیر بله لارې پر یوه عصري ډیموکراټیک دولت باندې د افغانستان د بدلولو تګلاره غیرې واقعي وه.

هغه زیاتوي:« د دوحې تړون د ټرمپ له ادارې څخه په میراث پاتې دی او له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو او د همدې تړون پر بنسټ د جګړې د پای ته رسولو پرته بله چاره نه وه او یا دا چې دا جګړه چې د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه بلل کیږي، باید د امریکا راتلونکې ولسمشر ته انتقال شي.»

د سیاسي چارو کارپوهان بیا وایي، د مخکېني حکومت د راپرځېدو او د دوحې د ناکاميدو عامل امریکا  ده او په خبره یې امریکا هڅه کوله چې له دې لارې یوې بلې کورنۍ جګړې ته زمینه برابره کړي.

خلیلزاد زیاتوې، اسلامي امارت په دوحه کې له امریکا سره د خپلو ژمنو خلاف د افغان نجونو او ښځو پر زده کړو او کار بندیز ولګاوه.

د امریکا د کانګرېس د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مک کال د استماعیې غونډې په پیل کې له افغانستانه د امریکایي پوځیانو د وتلو پر مهال د وژل شویو ۱۳ امریکایي پوځیانو یو شمېر خپلوانو هم په کې کډون کړی و او یاده پېښه یې د دوحې سرغړونکي وبلله.

مک کال زیاته کړې:« دا دی خلیلزاد هم تائید کړه چې د دوحې په تړون کې کومه ستونزه نشته، خو اصلا ستونزه د دې هوکړې په عملي کولو کې ده، زه ویلی شم چې  امریکايي قانون جوړونکي بایډن تورن کړ چې د دوحې د تړون په بشپړ ډول پلي کولو کې پاتې راغلی.»

د دوحې د هوکړه‌لیک د مادو نه عملي کېدو په تړاو مو د اسلامي امارت ویاند  ذبیح الله مجاهد سره  پرلپسې اړیکې وکړې خو خپل نظر یې شریک نه کړ.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا  او اسلامي امارت ترمنځ د دوحې هوکړه لیک د ۱۳۹۸ کال د کب پر ۱۰ مه کله چې ډونالډ ټرمپ د امریکا ولسمشر و، د امریکا د مخکېني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر د مرستیال ملا عبدالغني برادر ترمنځ لاسلیک شو.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist