د اروزګان په دهراوود ولسوالۍ کې جګړه څلورمې ورځې ته وغځېده
د اروزګان سيمه ییز چارواکي وايي، طالبانو څلور ورځې وړاندې د دغې ولسوالۍ پر “لونډیانې” سیمه ډله ییز بریدونه وکړل او ولسوالۍ ته په نژدې سيمو کې یې د ملکي وګړو په کورونو کې مورچلونه جوړ کړي.
د اروزګان ولسوالۍ امنیه قوماندان جان محمد کریمي وايي، له دغو سيمو څخه د وسله والو پر شاه کولو له پاره یې پیل شوي عملیات ځکه ستونزمن دي، چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې وېره پکې ډېره ده.
دغه جګړه کې دواړو لوریو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېر يې تر اوسه نه دی معلوم.
دهراوود تر ګیزاب را وروسته دویمه ولسوالي ده، چې طالبانو پکې ډله ییز بریدونه پیل کړي او ځینې سيمې يې له حکومتي ځواکونو نيولي دي.
تر دې وړاندې د یادو دوو ولسواليو اوسېدونکو د پوځي مرستو غوښتنه کړې وه، او اندېښنه یې ښودلې وه، که مرسته ور ونه رسېږي، ولسوالۍ به یې سقوط شي.
طالب وسله والو تر اوسه دغو ولسواليو کې د جګړې په اړه تبصره نه ده کړې.











