Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

قطر کې د سولې په خبرو کې پرمختګ؛ عبدالله سبا اسلام اباد ته ځي

admin by admin
2020/09/27

ټاکل شوې چې سبا دوشنبه د مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله اسلام اباد ته سفر وکړي.

قطر کې د سولې خبرو سره هم مهاله په سیمه ییزه کچه د ملاتړ ترلاسه کولو، په تېره بیا د افغانستان او پاکستان د اړیکو ښه کولو لپاره هڅې روانې دي.

له عبدالله عبدالله سره به په دغه رسمي سفر کې یو پلاوی هم ګډون ولري چې له پاکستان چارواکو سره د نورو موضوعاتو ترڅنګ پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې وشي.

دغه راز تمه ده چې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان به هم په نږدې راتلونکي کې کابل ته رسمي سفر وکړي.

عمران خان د جمعې په ورځ ولسمشر محمد اشرف غني سره د ټیلیفوني‌ خبرو پر مهال افغانستان کې د اوربند ملاتړ څرګند کړی و.

له دې سره د افغان حکومت او طالبانو د تماس ډلې په اتلس مواردو هوکړې ته رسیدلي دي.

د مذاکراتي پلاوي غړی نادر نادري وایي، دوی د عمومي مجلس لپاره چمتو دي، خو د طالبانو خپلمنځي بحثونه ځنډني دي چې خبرې يې هم ځنډنۍ کړي دي.

له قطر مالومات دا دي، چې طالبان له امریکا سره په شوې هوکړه کې ځینې موارد حیثیتي بولي او بیا یې پرې بحثونه پيل کړي دي.

همدا تیره شپه د مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله دوحه کې د افغان دولت مذاکره کوونکي پلاوي سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې کړي، خو د خبرو جزیات لا نه دي شریک شوي.

له دې سره کورنیو چارو وزارت وايي، د جګړې د شدت لامل هغه پنځه زره خطرناک طالب جنګیالي دي چې له خوشې کېدو وروسته یې بیرته جګړه پیل کړې.

د کورنیو چارو وزارت مهم چارواکي چې مشرانو جرګې ورغوښتي وو ویلي، چې پنځه زره خوشې شوي طالبان هیڅ یو یې په کور نه دی ناست او ټولو پر افغان ځواکونو بریدونه پيل کړي.

د مشرانو جرګې دفاعي کمېسیون کې د کورنیو چارو وزارت مسوولینو ویلي، طالبانو په مذاکراتو کې د امتیاز اخیستو لپاره جګړه زیاته کړې ده.

د طالبانو مذاکراتي پلاوي غړي ملا خیرالله خیر خواه ویلي، د افغان دولت مذاکراتي پلاوی داسې مسایل له رسنیو سره شریکوي چې لا پرې هوکړه نه وي شوې.

خیر خواه ویلي، داسې ښکاري چې مقابل لوری قصداً په دې خبرو کې خنډونه رامنځته کوي او غواړي چې دا پروسه وځنډوي.

هغه له نن ټکي اسیا خپرونې سره په مرکه کې ویلي، د بین الافغاني مذاکراتو د طرز العمل جوړولو کې د اختلاف دوه اساسي‌ ټکي دي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ خپلمنځي هوکړه د روانو بین الافغاني مذاکراتو لپاره اساس دی، خو د افغان دولت پلاوی ټینګار کوي چې په دې مذاکراتو کې باید هغه تړون ته اشاره ونشي.

ملا خیرالله ویلي،‌ که چېرې مقابل لوری دا اساسي ټکی نه مني چې دوحه کې روان مذاکرات د طالبانو او امریکا د تړون بر بنسټ‌ کېږي، نو بیا خبرو ته هېڅ‌ اړتیا نشته.

دویم اختلافي ټکی دا دی چې طالبان غواړي که چېرته د مذاکراتو پر مهال کوم اختلاف یا د نظر توپیر رامنځته کېږي، نو باید د حل لپاره یې حنفي مذهب ته رجوع وشي، خو هغه ویلي چې، د افغان دولت مرکچي پلاوي شیعه مذهبه غړي غواړي‌ چې په دې برخه کې جعفري فقهې یادونه هم وشي.

طالبان وایي، حنفي مذهب له پېړیو راهیسې افغانستان کې شته، او روانو مذاکراتو کې پر دې مذهب د دوی ټینګار یوازې تر همدې مذاکراتو محدود دی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي
روغتیا

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی
نړۍ

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist