Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مجاهد: تېر کال ۴۳ پاکستاني وګړي د ترهګریزو برېدونو ترسراوي په تور نیول شوي

د کربي خبرو ته د مجاهد غبرګون: اسلامي امارت خپلې کړې ژمنې عملي کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/02/14

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې اسلامي امارت خپل مسوولیت نه دی ادا کړی او ترهغه به پر رسمیت ونه پېژندل شي، چې کړې ژمنې یې نه  وي عملي کړي.

د کربي په خبره، واشنګټن له سرپرست حکومت سره د اړیکو د عادي کولو لپاره هېڅ کومه هڅه نه ده کړې او نه هم د امریکا په تګلاره کې کوم بدلون راغلی دی.

کربي زیاته کړې: « که طالبان غواړي چې د مشروع واکمنانو په توګه وپېژندل شي نو خپلې ټولې ژمنې دې پوره کړي او دوی دا کار نه دی کړی. د واشنګټن لخوا د طالبانو د عادي کولو یا پر رسمیت پېژندلو تر سرلیک لاندې کومه هڅه نه ده شوې.»

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د جان کربي څرګندونو ته په غبرګون کې وايي، هغه نسخې اسلامي امارت ته د منلو نه دي چې د  نورو هېوادونو پر خوښه او د هغوی د ګټو لپاره ترسیم شوي وي.

د مجاهد په وینا، سرپرست حکومت ټول هغه شرایط پوره کړي چې د نړیوالې ټولنې له لوري د رسمیت پېژندلو لپاره اصول او معیار دي.

هغه زیاتوي: « لومړی باید دا یادونه وکړم چې اسلامي امارت خپلې ټولې ژمنې عملي کړي او امریکا باید خپلې ژمنې عملي کړي، دوی چې عمل وکړي نو ستونزه هوارېږي. بله دا چې دوی باید له خپلې کینې او حسادته لاس واخلي، تعامل ته راشي، د افغانستان د خلکو پر ځای دې موږ سره خبرې نه کوي، بلکې د یوه هېواد په توګه دې له موږ سره مستقلانه تعامل ولري او اسلامي امارت هم غواړي له ټولو هېوادونو سره تعامل ولري. له امریکایانو سره په دوحه کې دوې برخې وې یوه دا چې دوی به ځواکونه وباسي او بله دا چې اسلامي امارت به د افغانستان خاوره د دوی پر وړاندې ګټې اخېستنې ته نه پرېږ دي، دا دواړه کارونه شوې دي او نورې کومې ژمنې نه لرو.»

تراوسه هېڅ هېواد د اسلامي امارت  حکومت پر رسمیت نه دی پېژندلی او نړیوالې ټولنې هم د سرپرست حکومت د ژمنو د نه عملي کېدو لامل په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو په اړه د سرپرست حکومت تګلاره بللې ده.

د نړیوالو اړیکو کارپوه نجیب الرحمن شمال وايي: « د بشر حقونو ته لا زیاته پاملرنه او د افغانستان ښځو او نجونو د زده کړو او کار اجازه ورکول، د نشه توکو د کښت او ترهګریزو ډلو پر وړاندې مبارزه او همداراز تر ټول مهمه مساله د ټولګډونه حکومت رامنځته کول دي، چې اسلامي امارت یې باید عملي کړي.»

دا په داسې حال کې ده، چې درې ورځې وړاندې په ننګرهار کې د اقلیمي بدلون نړیوال کنفرانس کې، چې د نړۍ له ۱۳ هېوادونو استازو هم په کې ګډون کړی و، د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال له افغانستان سره د نړۍ سیاسي او سوداګریزې اړیکې، د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندنې په مانا ګڼلي او ډاډ يې ښودلی چې افغانستان په بېلابېلو برخو کې ځان بسیاینې ته په رسېدو دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist