Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د فبرورۍ ۱۱ مه ؛ د ساینس برخه کې د فعاله ښځو نړیواله ورځ ده

د فبرورۍ ۱۱ مه ؛ د ساینس برخه کې د فعاله ښځو نړیواله ورځ ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/02/12

 د فبرورۍ ۱۱مه په ساینس برخه کې د فعالو ښځو او نجونو له نړیوالې ورځې سره برابره ده، چې په ټوله نړۍ کې دغه ورځ د یونسکو له خوا په ساینس کې د فعالو ښځو او نجونو د نړيوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي، خو لا هم افغانې نجونې له خپلو زده‌کړو محرومې دي.

د ساینس په ډګر کې د فعالو ښځو او نجونو د نړیوالې ورځې سره هم مهاله، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په ساینس، ټکنالوژۍ او نوښتونو کې د ښځو او نجونو په بشپړ او مساوي ګډون باندې ټینګار  کړی او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره یې دا کړنه مهمه بللې .

اوچا زیاته کړې:« په ساینس، ټکنالوژۍ او نوښتونو کې د ښځو او نجونو بشپړ او مساوي ګډون نه یوازې د اقتصادي ودې لپاره اړین دی، بلکې د ټولنې د ټولو برخو لپاره خورا زیات مهم دی او ملګرو ملتونو په ټولو ټولنو کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د کلیشه‌يي تعصب لرونکي چلن او ګواښونو پر وړاندې د درېدو غوښتنه کړې.»

د نړيوالو اړیکو کارپوه  سمیر انګار وايي :« اسلامي امارت ته لازمه ده چې په خپلو ځېنو تګلارو بیا کتنه وکړي او د اسلام دین او شریعت مطابق نجونو ته د زده کړو زمېنه باید برابره شي.»  

د دې ورځې په رارسېدو سره همهماله د نړيوالو اړیکو کارپوهان بیا وایي، که چېرې سرپرست حکومت غواړي چې افغانستان له نړۍ سره سیال شي، نو د نجونو پرمخ دې د ښوونځيو او پوهنتونو دروازې خلاصي کړي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه واحد فقیري وايي:« له دغې انزوا د راوتلو یوازېنۍ لاره دا ده چې اسلامي امارت د خپلو خلکو، نجونو او مېرمنو حقوقو ته احترام وکړي، د ښوونځيو دروازې خلاصې کړي او پرېږدي چې افغانان هم د سیالانو سیال شي او په نړۍ کې د تمدن کاروان مل شي.»

د ملګرو ملتونو  عمومي منشي انټوني ګوټیرېش په دې اړه پر خپله اېکس پاڼه لیلکي، ښځې د نړيوالې ساینسي ټولنې یوازې یو پر درېیمه برخه جوړوي او په کارې برخه کې یې ونډه او بودیجه هم کمه ده.

د نوموړي په خبره، نجونې او ښځې له ساینس سره اړیکه لري او هغه وخت رارسېدلی چې پوه شو دوی کولی شي نوښت پیاوړی کړی.

د نړيوالو اړیکو کارپوهان وایي، د نورو هېوادونو په څېر افغان نجونې هم کولی شي د نړیوالې ساینسي ټولنې مهمه برخه وګرځول شي، خو په خبره يې دا هغه وخت شونې ده، چې سرپرست حکومت نجونو ته د زده‌کړو حق ورکړي.

د نړیوال اړیکو کارپوه عزیز معارج وايي:« ښځې او نجونې په نړۍ کې د ټولنو یوه لویه برخه ده، لکه د نارینه وو او دوی( ښځې) هم کولی شي په ټولو څانګو کې پرمختګ کې، په کار او فعالیت کې، تولید کې اغیزې ولري او ونډه ولري. نو د فبرورۍ ۱۱ مه ورځ چې د ساینس برخه کې فعالو ښځو نړیواله ورځ ده  او نړۍ دا ورځ نمانځي، نو افغانان  او اسلامي امارت هم باید دې ته درناوی وکړي.»

هڅه مو وکړه، چې په دې تړاو د اسلامي امارت نظر هم واخلو خو له پرلپسې اړیکو سره سره یې زموږ اړیکې ځواب نه کړې.

له دې مخکې سرپرست حکومت ویلي ول، چې د شریعت په چوکاټ کې به د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي.

ملګري ملتونه وایي، که څه هم ښځینه څېړونکو ته د دوی د نارینه همکارانو په پرتله لږ څېړنيز لګښتونه ورکول کیږي، خو د ۲۰۱۳ کال د دسمبر په ۲۰ مه یې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ پراختیا لپاره د علم، ټکنالوژۍ او خلاقیت په اړه یو پرېکړه لیک تصویب کړ، او دا یې په کې په ډاګه کړه، چې علم او ټکنالوژۍ ته بشپړ او برابر لاسرسی د ښځو د پیاوړتیا لپاره دوی ته په هر عمر کې اړین دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist