Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امیري: د افغان ښځو او نجونو له حقونو دفاع ستراتیژیکه اړتیا ده

رینا امیري: افغانستان کې د نجونو او ښځو وضعیت د اندېښنې وړ دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/02/11

د افغان ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري ویلي، په افغانستان کې زیات شمېر نجونې او ښځې د بد حجابۍ په نوم نیول شوي او ځورول شوې دي.

امیري پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، دا ډول وضعیت د افغانستان د نیمايي نفوس د حذف کولو په مانا دی.

هغې زیاته کړې:« سلګونه نجونې او ښځې نیول شوې، ځورول شوې او جریمه شوې دي، افغانې مېرمنې له سختو وضع شویو محدودیتونو سره مخ دي، چې پر افغان مېرمنو یې ناوړه اغېز کړی او دغه محدودیتونه چې د افغاني ټولنې پر نیمه برخه رامنځته شوي، باید ودرول شي.»

همداراز د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې بیا په هېواد کې د ښځو پر وړاندې ځېنې محدودیتونه تائیدوي او وایي، اسلامي امارت باید په خپل چلن کې نرمښت وښیي او ښځو ته د کار او زده کړو اجازه ورکړي.

د ښځو  حقونو فعاله حمیرا فرهنګ وايي: « د افغانستان ښځې اوس په بشپړه توګه له سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي او کلتوري برخو لرې شوې دي، که دا وضعیت نور هم دوام وکړي نو په کورنیو کې به د تاوتریخوالي کچه لاپسې زیاته شي، جبري او په کمر عمر کې د ودونو او فقر کچه به نوره هم لوړه شي.»

خو په ورته وخت کې د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د رینا امیري څرګندونو ته په غبرګون کې وایي، په هېواد کې د ټولو ښځو عزت او عفت خوندي دی، نړیوال دې بې بنسټه ادعاوې نه کوي او په دې ډول هېڅ نه شي ثابتولای.

مجاهد زیاتوي: « موخې سیاسي دي، خو هسې نورې پلمې ورته پيدا کوي او دې لپاره اوس د ښځو موضوع یوه ښه پلمه ګرځېدلې ده چې دوی ترې ګټه اخلي. موږ په دې باوري یو چې که دا پلمه له منځه لاړه شي نو بله پیدا کوي، ځکه څوک چې پلمې جوړوي، دوی ته تل نوې پلمې پیدا کېږي؛ نو اصلا موخې سیاسي دي چې دوی له دې لارې ورته رسېدل غواړي.»

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د امربالعروف او نهې عن المنکر وزارت په کابل ښار کې د یو شمېر هغو نجونو په نیولو تورن شو، چې ګواګې حجاب نه مراعت کوي.

 د یاد وزارت دې پرېکړې ته په ټولنیزو رسنیو کې  ډېری هېوادوالو توند غبرګونونه وښودل؛ خو اسلامي امارت بیا وایي، دغه نجونې او ښځې له څو ساعتونو وروسته بېرته خوشې شوې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist