پاکستاني چارواکو د زابل له شملزو ولسوالۍ سره پر ډېورنډ کرښه “بادیاني” ګمرک او یوه دروازه جوړه کړې.
د یادې دروازې او ګمرک د پرانیستنې لپاره تېره ورځ شملزو ولسوالۍ کې د ډېورنډ کرښې ته نژدې اوسېدونکي قومي مشران هم ورغوښتل شوي و.
زابل کې یوه سرچینه وايي، یادو مراسمو ته د زابل د ولایتي شورا غړي او چارواکي هم ورغوښتل شوي وو، خو هغوی یې له ورتللو ډډه کړې.
تر اوسه د زابل ولایت چارواکو په دې اړه په رسمي ډول له رسنیو سره څه نه دي شریک کړي.











