Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
له پاکستانه راستانه شوي زده‌کوونکي د خپلو زده‌کړو په اړه اندېښمن دي

له پاکستانه راستانه شوي زده‌کوونکي د خپلو زده‌کړو په اړه اندېښمن دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/02/08

له پاکستانه په جبر را اېستل شوي افغانان وايي، په پاکستان کې ترې زده‌کړې نیمګړې پاتې شوي او غواړي چې په راستنېدو سره یې په کور دننه د زده کړو زمینه ورته برابره شي.

راستانه شوي هېوادوال هېله لري، چې زده کړې ترلاسه کړي او له دې لارې هېواد ته خدمت وکړي.

د دوی په خبره؛ حکومت دې ورته په هغو ټولګیو کې د زده کړو زمینه برابره کړي؛ په کومو کې چې د بېرته راستنېدو پر مهال ترې زده کړې نیمګړې پاتې شوي.

له پاکستانه راستون شوی یو زده‌کوونکی وايي: « موږ ته دې دلته د زده کړو زمینه برابره شي، څو خپلو زده کړو ته دوام ورکړو او په راتلونکې کې خپلو هېلو ته ورسېږو او خپل وطن ته خدمت وکړو، د خپل وطن نوم روښانه کړو، دا به موږ ته ډېره ښه وي خو چې اسانتیاوې ولرو او زده کړو ته لاسرسی ولرو هرو مرو خپلو هېلو ته رسېږو.»

د ډېری راستنو شویو افغانانو اقتصاد ډېر کمزوری دی او دلته د کار نشتوالي او سرپناه په برخه له ستونزو سره مخ دي.

دوی وايي، حکومت دې ورته د دایمي سرپناه ترڅنګ د کار روزګار زمینه هم برابره کړي.

له پاکستانه راستون شوی یو تن وايي:« موږ ته دې د موسسو له لارې پور راکړي یا دې د یوه کار زمینه راته برابره کړي، چې موږ خپله خواري او مزدوري وکړو. زه خو دلته هېڅ نه لرم، د یوه قدم په اندازه ځمکه هم نه لرم او داسې په خپل وطن کې کډوال یمه.»

بل پلو مرستندویه ادارو او حکومت له راستنو شویو کورنيو سره د نغدي مرستو ترڅنګ د لنډمهالې سرپناه او د لومړنیو توکو مرستې هم کړي.

چارواکي وايي، حکومت ژمن دی، چې له ګاونډیو هېوادونو راستنو شویو کورنیو ته به د دایمي سرپناه ترڅنګ د کار روزګار او د دیني او عصري زده‌کړو زمینه هم برابره کړي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر خلیل‌الرحمن حقاني وايي: « دا زموږ مسوولیت دی، دوی زموږ اولادونه دي او زده کړې د دوی حق دی چې باید ترلاسه یې کړي. موږ ورته باید د زده کړو ښه زمینه برابره کړو، ځکه د دوی د زده کړو او راتلونکې ژوند په اړه مسوول یو.»

د حکومت د مالوماتو له مخې، له تېرو څو میاشتو راهیسې له ګاونډیو هېوادونو او په ځانګړي ډول له ایران او پاکستانه څه د پاسه یو میلیون افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي، چې شاوخوا ۷۰۰ زره یې له پاکستانه په جبري ډول را اېستل شوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist