Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د بین الافغاني مذاکراتو په پرانیست غونډه کې نړيوالو سازمانونونو او د افغانستان متحدینو له بين الافغاني خبرو ملاتړ وکړ

admin by admin
2020/09/12

نړیوال د بین الافغاني مذکراتو د پرانیست غونډه د دوه افغان اړخونو لپاره یو فرصت یادوي چې د افغانستان کشاله د سیاسي بحثونو له لارې حل کړي.

د ۱۴ هېوادونو استازو، ملګرو ملتونو، ناټو او د اسلامي همکاریو سازمان غړو د بین الافغاني خبرو ناستې پيل کې وینا وکړې او د ټولو د خبرو تمرکز د تاوتریخوالي پای ته رسېدو او د دې پروسې په ملاتړ ورټول و چې وکولی شي افغانستان د یو دیموکراتیک نظام خاوندان کړي.

په دغه غونډه کې د قطر د بهرنيو چارو مرستیال وزير محمد بن عبدالرحمن وویل: ((زه تمه لرم چې افغانان به د قطر په کوربتوب خپلمنځي سولې ته ورسېږي لکه څرنګه چې امريکا او طالبان هوکړې ته ورسېدل.))

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وویل: ((د افغانستان مسئله له پوځي لارې نشي حل کېدی، افغان مشران بايد له دې فرصت ګټه واخلي. دغه ناسته ساده نده جوړه شوې. اوس دا افغانان دي، چې خپل برخلیک پخپله وټاکي.))

افغان سرتېري او طالبان لا هم يو بل ته د جګړې مرچل کې ناست دي خو په مشرانو ټينګار دی چې باید انعطاف وښیي او نه بايد جګړه نوره اوږده کړي.

د هند د بهرنيو چارو وزير بیا په دغه غونډه کې وویل: ((د افغانستان ملي حاکميت، بشر حقونو او ديموکراسۍ ته احترام وشي، د اقليتونو حقوق بايد رعايت شي او تاوتريخوالی بايد دوام ونکړي.)) 

د جاپان خارجه وزير سوزوکي هم خبرې وکړې او وې ویل: ((جاپان هېواد د افغانستان بيارغونې لپاره ژمن دی او د افغانانو په مشرۍ د سولې له خبرو ملاتړ کوي او له ښکيلو اړخونو غوښتنه کوي چې سولې لپاره کوښښ وکړي.))

د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیوګوتریش هم د دغې غونډې له ویناوالو څخه وه. نوموړي وویل: ((د مذاکراتو له دواړو غاړو غوښتنه کوو چې اوربند وکړي او د ملکي وګړو ژوند وژغوري.))

د اسلامي همکاريو د سازمان سرمنشي ډاکټر يوسف وویل: ((مونږ په افغانستان کې د سولې او ثبات ترڅنګ د پراختيا ملاتړي يوو، زمونږ غوښتنه دا ده چې له تاوتريخوالي لاس واخلئ او د سولې خبرې بریالۍ وکړئ.))

بين الافغاني مذاکراتو کې د پينځه دېرشو هېوادونو بهرنيو چارو وزيرانو او استازو برخه اخېستې او د افغانستان جګړه او سوله يوازې په سیمې او نړۍ کې اغېزناکه ګڼي.

د ازبکستان د بهرنيو چارو وزير عبدالعزيز کاملو بیا وایي: ((په افغانستان کې سوله به پر مرکزي آسیا هم اغېز ولري. ازبکستان د افغانانو د خپلمنځي خبرو کوربتوب ته هم چمتووالی لري. ))

د هسپانيې د بهرنيو چارو وزير هم خبرې وکړې او وې ویل: ((له طالبانو غواړو چې تاوتریخوالی پای ته ورسېږي، هسپانيه د افغان سولې ملاتړ کوي، افغانستان کې سوله په هسپانيې کې د سولې په مانا ده.))

سره له دې چې دواړه اړخونه به د راتلونکي نظام په اړه جنجالي بحثونه ولري خو له دوی وغوښتل شول چې د بشر حقونو، ولسواکۍ او د وروستيو پرمختګونو ساتنه وکړي.

د ناټو عمومي منشي سټولټنبرګ وویل: ((بين الاافغاني مذاکرات بايد افغانستان کې پرمختګونه وساتي، افغانان سوله غواړي، ډېرې نجونې او ماشومان ښوونځیو ته ځي.))

د افغان دولت پلاوي ته په مذاکراتو کې لومړيتوب اوربند دی خو طالب استازي سهيل شاهين ويلي چې لومړی په نظام او بيا په اوربند بحث کېږي.

سوله او اسلاميت د دواړو د اتفاق ټکي دي خو امارت او جمهوريت او اوربند د دواړو د اختلاف مهم ټکي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist