Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ووټل: امریکا د القاعده شبکې ګواښونو ته په کتو ښايي بیا افغانستان ته ستنه شي

ووټل: امریکا د القاعده شبکې ګواښونو ته په کتو ښايي بیا افغانستان ته ستنه شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/02/07

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ پخواني مشر جوزیف ووټل په یوه مرکه کې د امنیت شورا وروستي راپور ته په اشارې سره ویلي، ښایي القاعده دومره پیاوړې شي چې یو ځل بیا سیمه او نړۍ وګواښي.

هغه زیاته کړې:« له دې وېره شته چې د القاعده شبکه دې یو ځل بیا سیمې او نړۍ ته ګواښ شي او له وړاندې دا اندېښنه موجوده وه. د دې احتمال هم شته دی چې امریکا دې د دې ډلې د ګواښونو د مخنیوي لپاره بیا خپل پوځ افغانستان ته ستون کړي.»

خو د اسلامي‌امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د پخوانیو امریکايي چارواکو د څرګندونو په غبرګون کې وايي، امریکايي چارواکو دلته په جګړه کې ګټې لرلې نو له همدې امله پر افغانستان تور پورې کوي، چې لا هم ترهګرې ډلې شتونلري.

مجاهد زیاتوي: « موږ دا ادعاوې ردوو او افغانستان کې هېڅ داسې ډلې ټپلې نشته چې له بهر سره اړیکې ولري او د داعش کومه ډله چې وه دا هم سل په سلو کې له ځپل کېدو سره مخ ده او صفر ته نږدې شوې ده. بله دا چې داسې تورونه لګول د امریکا د هغو چارواکو کار دی چې په افغانستان کې یې ګټې وې، له جګړو یې ګټه ترلاسه کوله  او ناورین یې غوښته، هغوی به دا خبرې کوي؛ خو واقعیت دا دی چې افغانستان کې هېڅ بهرنۍ ډلې نشته او هېڅ چاته دا اجازه نه ورکوو چې د افغانستان خاوره د چا پر وړاندې وکاروي.»

له دې سره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند وډانټ پټیل بیا وايي، ترهغې چې په افغانستان کې ښځو او نجونو ته د زده کړو او کار اجازه ورنه کړل شي له سرپرست حکومت سره د تعامل هېڅ ډول پلان نه لري.

 هغه زیاته کړې:« امریکا اوس مهال کوم پلان نه لري، چې په افغانستان کې ډیپلوماټیکه استازولي پرانیزي، بشري حقونه او نجونو ته د ښوونځیو اجازه ورکول له طالبانو سره د تعامل مهمې برخې دي، امریکا له هغوی سره د تعامل لار پرانېستې او پر هغوی د نا انډوله حکومتولۍ په رامنځته کولو کې فشارساتلو ته دوام ورکوي او له افغانستانه بهر د افغان اتباعو د خوندیتوب سره مرستندویه ده.»

بل خوا د سیاسي چارو کارپوهان وايي، سرپرست حکومت دې د تعامل لپاره د نړیوالو هغه غوښتنې ومني چې له افغاني کلتور او شریعت سره په ټکر کې نه وي.

د سیاسي چارو کارپوه نجیب الرحمن شمال وايي: « په اوسنیو شرایطو کې له نورو هېوادونو سره د افغانستان سیاسي او ډيپلوماټيکو اړیکو تامین او پراختیا د یو لړ کړنو پورې تړلې دي، چې د افغانستان د سرپرست حکومت له لوري د بشر حقونو تامین؛ له دې جملې د افغانستان د ښځو او نجونو حقونه، د ټولګډونه حکومت جوړول، د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه او داسې نور مسایل دي چې باید د افغانستان اوسنی سرپرست حکومت ورته زمینه برابره کړي او له نړۍ سره تعامل او سیاسي اړیکو تامینولو ته لار هواره کړي، پرته له دې به هېڅ هېواد دې ته حاضر نه شي چې له افغانستان سره سیاسي اړیکې ولري او په رسمیت یې وپېژني.»

اسلامي امارت سره د تعامل په برخه کې د نړیوالو له اساسي شرطونو، د نورو پر ضد د افغان خاورې نه کارېدل دي، چې سرپرست حکومت یاد شرط ته ځان په بشپړه مانا ژمن ګڼي او ټینګار کوي، چې له افغانستانه هېڅ هېواد ته ګواښ نه پېښېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026
پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

جولای 1, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون جوړېږي
افغانستان

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون جوړېږي

جون 30, 2026
بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړ
افغانستان

بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړ

جون 30, 2026

وروستي خبرونه

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
حنفي: تپل شویو جګړو زموږ طبي اخلاق هم زیانمن کړي

حنفي: تپل شویو جګړو زموږ طبي اخلاق هم زیانمن کړي

جولای 1, 2026
د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي

د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي

جولای 1, 2026
کابل او بشکېک د سوداګرۍ پر پراختیا او اقتصادي مسایلو خبرې کړې

کابل او بشکېک د سوداګرۍ پر پراختیا او اقتصادي مسایلو خبرې کړې

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist