Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مجاهد: د ترهګریزو ګواښونو په اړه د سیمې هېوادونو اندېښنې بې ځایه دي

اسلامي امارت د مخکېني حکومت شاوخوا ۱۸۰ میلیارده افغانۍ پورونه ورکوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/02/06

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له شمشاد سره په خبرو کې ویلي، د مخکېني حکومت شاوخوا ۱۸۰ میلیارده افغانۍ پورونه خلاصوي.

مجاهد وايي، د خلکو او شرکتونو دغه ۱۸۰ ملیارده افغانۍ پورونه د تامیناتو او مالي ضمانتونو پاتې دي چې سرپرست حکومت یې له بودیجې لس سلنه راتلونکی کال او پاتې نورې یې هره میاشت د ۸۶ زره او ۹۸۱ ښځو په ګډون یو میلیون دولتي کارکوونکو ته میاشتنۍ تنخوا ورکول کېږي.
د مجاهد په خبره، مالیې وزارت د خصوصي سکټور د پیاوړتیا او ملاتړ په موخه د تېرو کلونو مالیاتي جرمونه هم معاف کړي دي.

د خصوصي شرکتونو مسوولین بیا د سرپرست حکومت له یادې پریکړې هرکلی کوي خو زیاتوې، په تېر کې له بېلابېلو وزارتونو سره د شاوخوا ۲۱۹ شرکتونو قرادادونه کړې چې د نظام له سقوط وروسته تراوسه د دوی پورونه نه دي ورکړل شوي.

دوی دغه راز له سرپرست حکومته غواړي هر څومره ژر چې کېږي د دوی باقې مانده پیسې ورکړي څو دوی خپلې نیمه کاره پروژې بېرته پېل کړي.

د یوه خصوصي شرکت مسوول نازکمیر زیارمل وايي:« د پروژو تامینات به موږ اجرا کوو، هغه پروژې چې له ۸۰ سلنې یې زیات کار شوی، یعنې ۲۰ سلنه کار یې پاتې. په دغه لیست کې موږ خپله هم لا شامل یو.»

د کرنې، صنعتي او سوداګریزو برخو کې د قراردادونو اوه سلنه مالیه هم معاف شوې ده د خصوصي شرکتونو مسوولین شکایت کوې او وایي، تېر ته  په کتو سره  په اوس وخت کې مالیې لوړې شوې دي.

د یوه خصوصي شرکت مسوول نازکمیر زیارمل وايي:« مالیه له پخوا اوس زیاته شوې، د مالیې فعافیت شتون  نه لري. خو په څو شیانو مالیه راکمه شوې، په ځېنو خوراکي توکو مالیه راکمه شوې خو په ټولو راکمه شوې نه ده، یوازې په بورې، غوړیو او په اوړو باندې مالیه راښکته شوې. په دغو درې قلمه توکو باندې مالیات یا ګمرکي مالیه یوه اندازه راکمه شوې خو په بدل کې یې بیا پر تیلو، روب او مکرونیو باندې مالیه لوړه ده.»

د سیاسي چارو کارپوه سرور نیازی وايي:« دا څه نوې خبره نه ده. د نوي حکومت دنده ده چې د نظام ټولې پاتې شونې کړنې عمل کړي.» 

خو مجاهد بیا وایي، د مالیې وزارت په ۱۴۰۲ مالي کال کې د ۱.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت ۷۸ عمراني پروژې پلې کړې دي او دغه راز د مالیې وزارت د هېواد په ګمرکونو کې کاري وخت زیات کړی او د صنعتي سکټور درې میاشتني مالیات یې له څلور سلنې دوه سلنې ته راښکته کړي.

اسلامي امارت د هېواد په ګمرکونو  کې د کاري ساعتونو ډېرول، د سوداګرۍ د پیاوړتیا په موخه په لېږد او رالېږد کې اسانتیاوو برابرول، د صنعت د پیاوړتیا په موخه د کرنې، صنعت او سوداګریزو سکټورونو په قراداد کې د اوه سلنې مالیې معاف کول او ګڼ نور د مالیې وزارت لاسته راوړنې بولي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له ایران سره د امریکا او اسراییلو جګړه؛ له ۳۰ زرو زیات افغان کډوالو هېواد ته راستانه شوې
افغانستان

له ایران سره د امریکا او اسراییلو جګړه؛ له ۳۰ زرو زیات افغان کډوالو هېواد ته راستانه شوې

مارچ 29, 2026
کابلوف: د روسیې او افغانستان ترمنځ هېڅ ډول مخالفت شتون نه لري
افغانستان

کابلوف: د افغان کارګرو جذب په اړه اسلامي امارت سره خبرې روانې دي

مارچ 29, 2026
ننګرهار کې د هغو مېوو باغونه په ډېرېدو دي چې له بهر څخه واردېږي
افغانستان

ننګرهار کې د هغو مېوو باغونه په ډېرېدو دي چې له بهر څخه واردېږي

مارچ 26, 2026
دهقان
افغانستان

وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

مارچ 26, 2026
حکومت د روږدو کسانو پر درملیز مرکز د برید په تړاو د نړیوالو پلټنو غوښتنه کړې
افغانستان

د ملګرو ملتونو کارپوهان: پر افغانستان د پاکستان بریدونه غیرقانوني دي

مارچ 26, 2026
پښتین: تیرا کې روان پوځي عملیات د پښتنو ځورولو او لوټلو لپاره پلان شوي
افغانستان

پښتین: ملګري ملتونه دې پر پښتنو د پاکستاني پوځ د ظلم مخنیوی وکړي

مارچ 26, 2026

وروستي خبرونه

ایران: د امریکا او اسراییلو بریدونو کې د یوې افغانې کورنۍ شپږ غړي شهیدان شوي

ایران: د امریکا او اسراییلو بریدونو کې د یوې افغانې کورنۍ شپږ غړي شهیدان شوي

مارچ 30, 2026
افغان-ازبېک سوداګرو د سلګونه میلیون ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړل

افغان-ازبېک سوداګرو د سلګونه میلیون ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړل

مارچ 30, 2026
له ایران سره د امریکا او اسراییلو جګړه؛ له ۳۰ زرو زیات افغان کډوالو هېواد ته راستانه شوې

له ایران سره د امریکا او اسراییلو جګړه؛ له ۳۰ زرو زیات افغان کډوالو هېواد ته راستانه شوې

مارچ 29, 2026
کابلوف: د روسیې او افغانستان ترمنځ هېڅ ډول مخالفت شتون نه لري

کابلوف: د افغان کارګرو جذب په اړه اسلامي امارت سره خبرې روانې دي

مارچ 29, 2026
ننګرهار کې د هغو مېوو باغونه په ډېرېدو دي چې له بهر څخه واردېږي

ننګرهار کې د هغو مېوو باغونه په ډېرېدو دي چې له بهر څخه واردېږي

مارچ 26, 2026
دهقان

وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

مارچ 26, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist