Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

صالح: طالبانو سره مذاکرات د تسلیمۍ په مانا نه ده

admin by admin
2020/09/08

طالبانو سره مذاکرات د تسلیمۍ په ما نا نه بلکې هغوی  ته ښودل دي چې څه غواړي.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرا الله صالح د شهید اووني په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې طالبانو ته په خطاب کې وویل، که دوی په ولس کې رېښې لري نو را دې شي او د ټاکنو له لارې دې ثابته کړي.

صالح د شهید اوونۍ په پلمه واټونو کې ګرځیدونکي اشخاص کوڅه ډبي یاد کړل او دا ډول حرکات یې د مسعود د لارې مخالفین وبلل.

صالح وویل، څومره چې دا ورځ په شرافت جوړه شي په همغه کچه به  د شهیدانو روح ته درناوی شوی وي.

له دې سره د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د جهاد او مقاومت په نوم جوړ شوي څلي ته د ګلونو ګیډې کېښودې.

د شهید اوونۍ په مناسبت په همدې موخه رسمي مراسم جوړ شوي و او ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، سږکال دا ورځ په داسې حال کې نمانځي چې د سولې خبرې هم پیلیدونکي دي.

ښاغلي عبدالله د سولې بین الافغاني مذاکراتو پيل ته په اشا رې وویل ، خبرې زر پيلیدونکي دي.

قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ويلي، لاهم د افغان دولت لخوا د بندیانو خوشې کولو بهیر نه دی بشپړ شوی او دوی به هله مذاکرات پیل کړي چې پاتې شپږ طالب بندیان هم ازاد شي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند محمد نعیم وردګ ويلي، د بندیانو بهیر بشپړولو باندې کار روان دی او کله چې دغه بهیر بشپړ شي، دوی به خبرې پیل کړي.

د فرانسې او استرالیا هېوادونو د شپږو طالب بندیانو په خوشې کېدو نیوکه کوله، خو وروسته پرېکړه وشوه چې دا بندیان به قطر ته ولېږدول شي اما طالبان قطر ته د همدې بندیانو د رسېدو انتظار کوي.

د ارګ ویاند صدیق صدیقي ویلي، افغان پلاوی پوره تیاری لري چې خبرې پیل شي او په وینا یې طالبانو ته پکار ده چې تیاری ونیسي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist