Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د اوسپنې پټلۍ برخه کې د ظرفیت روزنې په موخه مسلکي انسټيټیوټ جوړېږي

د اوسپنې پټلۍ برخه کې د ظرفیت روزنې په موخه مسلکي انسټيټیوټ جوړېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/02/05

د اوسپنې پټلۍ د جوړولو او مديريت په برخه کې د تخنيکي ظرفيت روزنې په موخه، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ملي ادارې او د اوسپنې پټلۍ ملي ادارې چارواکو د يوه ځانګړي انسټیټيوټ د جوړولو هوکړه لاسليک کړه.

د يادې هوکړې له مخې، به د اوسپنې پټلۍ په برخه کې د تخنيکي ظرفيت روزنې په موخه ځانګړی انسټټيوټ جوړېږي او په دې توګه به په کوردننه په ياده برخه کې د ظرفيت روزنې زمينه برابره شي.

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ملي ادارې مالي او اداري معین مفتي فضل الرحمن فاضل وايي: « د اوسپنې پټلۍ محترمې ادارې د اوسپنې پټلۍ انسټیټیوت د ایجاد او تاسیس په برخه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره هوکړه لیک لاسلیک کړ، چې دا خدمات به زموږ او د دوی په ګډې همکارۍ سر ته رسېږي او افغانانو ته به په ګډه دا خدمات رسوو. الحمدالله د خوښۍ ځای دی چې نن نه یوازې دا چې افغانان، بلکې ګاونډي او دوست هېوادونه هم له موږ سره د افغانانو په غم او درد کې شریک دي.»

بل لور ته د اوسپنې پټلۍ ملي ادارې سرپرست ملا بخت الرحمن شرافت په اداره کې د مسلکي کسانو پر شتون ټینګار کوي او په خبره یې په یاده اداره کې، چې کومې ستونزې موجودې دي د مسلکي کسانو په شتون به یې حل کړي.

شرافت زیاتوي: « دا چې موږ رسمي هوکړه لیک سره لاسلیک کوو او له دې وروسته به ان شاءالله همکاري نوره هم سره زیاتېږي، تخنیکي او مسلکي برخه کې به له ادارې سره مرستې او کومکونه کېږي. په یقیني توګه ویلی شم چې یوازې زموږ اداره نه، بلکې ټولې ادارې په تخنیکي او مسلکي برخه کې له نیمګړتیاوو سره مخ دي، له دې باید رسنۍ دا برداشت ونه کړي چې د اسلامي امارت له راتګ وروسته به له ادارو مسلکي کسان وتلي وي، کوم تخنیکي کسان چې موږ په اړوندو ریاستونو کې لرو، د براورد، سروې او ډیزاین په بستونو کې موږ له ډېرو نیمګړتیاوو سره مخامخ یو.»

له دې سره د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ملي ادارې ځوانانو ته د حرفوي زده‌کړو زمينې برابرولو لپاره له بېلابېلو تعليمي موسسو سره هم يو لړ هوکړې لاسليک کړې، چې له مخې به یې د ناروې موسسه په بدخشان، غزني او فاریاب کې ۱۵۶۰ کسانو ته د خیاطۍ، د سولرو ځای پر ځای کولو، د میوو پروسس، د کمپیوټر او انګلیسي زده‌کړه او داسې نورو برخو کې چې مجموعي مصارف یې ۵۶۱ زره او ۳۰۲  یورو کېږي، زده‌کړې ورکوي.

            

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ملي ادارې د حرفوي پروګرامونو د ثبت امر روح الله هوتک وايي: « په ټوله کې دوی موسسات دي، انجوګانې دي، دې کې ځېني انجوګانې خپل فنډونه لري او خپلې مرستې یې را جذب کړي دي ترڅو تعلیمي او تحصیلي ډګر کې دننه د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره کې ولګول شي، وختونه یې بېلابېل دي، ځينو سره دوه کاله دي، له ځينو سره یو کال او ځينو شپږ میاشتې یا  لنډ مهاله خدمات د حرفوي زده کړو په برخه کې وړاندې کېږي.»

دا په داسې حال کې ده چې پاتې انافي او زنده‌ګي بهتر برای افغانها موسسې په کابل، پروان، بلخ او هرات ولایتونو کې د ۹۹۴  زره ۷۲۵ ډالرو په مصارفو ۱۷۵۶ کسانو ته په بېلابېلو برخو کې لنډ مهاله حرفوي زده‌کړې ورکوي او علامه د لوړو زده‌کړو موسسه به ۱۵۰ تنه فارغو شویو کسانو ته وړیا تحصیلي بورسونه ورکوي.

 په ټوله کې دغه هوکړې د يادو ادارو او موسسو ترمنځ د ۱۲۰ ميليونه افغانيو په ارزښت لاسليک شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist