Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کابل ښاریان: چک پواینټونو کې ولاړو سرتېرو ته دې ژمني امکانات برابر شي

کابل ښاریان: چک پواینټونو کې ولاړو سرتېرو ته دې ژمني امکانات برابر شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/02/04

د کابل یو شمېر اوسېدونکي په ژمي کې له سړې هوا د خوندیتوب په موخه په چک پواینټونو کې پولیسو ته د ژمنیو امکاناتو د ورکړې غوښتنه کوي.

دوی وایي، مسوولې ادارې دې سرتېرو ته له ورښتونو د خوندیتوب په موخه ژمني جامې او د ودرېدو په ځایونو کې غرفې ورکړي.

د کابل ښار یو تن اوسېدونکی افتخار احمد وايي: « د اسلامي امارات مجاهدینو ته د ژمي کالي، بوټان، خوراکي توکي او داسې نور شیان باید  ورسېږي. دوی الحمدالله په خپل کار کې ډېر زحمت او زیار ګالي او موږ ترې راضي یو.»

په چک پواینټونو کې یو شمېر ولاړ سرتېري په ژمي کې دوی ته د امکاناتو برابرېدو له امله خوښ دي، خوغوښتنه لري چې پر خپل وخت دې منظم پوشاک او خواړه ور ورسېږي.

یو تن پولیس عبداالرحمن وايي: « اقتصادي ستونزې شته ، خو الحمدالله دومره نه دي. موږ ته خونې، ترتیبات او نورې اسانتیاوې شکر برابرې دي.»

یو بل پولیس فضل الرحمن بیا وايي: «  موږ۲۴ ساعته دلته په چګ پواینټ کې یو؛ نو کوم څه ته چې اړتیا لرو باید موږ ته پر وخت ورسېږي او رسېدلې هم دي او کوم څه چې کمبود دي د هغې غم باید وخوړل شي.»

د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ په ښار کې ټولو امنیتي حوزو ته د ژمنيو امکاناتو د رسېدو ډاډ ورکوي او ټینګار کوي چې په دې تړاو ځانګړې کمېټه هم ګومارل شوې.

ځدراڼ زیاتوي: « البسه ټولو حوزو ته رسېدلې او پولیسو ته هم وېشل شوې ده؛ خو بیا هم د کابل امنیه قوماندانۍ یوه کمېټه لري او دوی په پولیسو ګرځي او څّه ته چې اړتیا لري هغه ورته پوره کوي او غوښتنې یې له مشرتابه سره شریکوي؛ د همدې منظمې کمېټې له لارې که دوی خپلې غوښتنې له موږ سره شریکې کړي نو په بېړني ډول رسېدنه ورته کېږي.»

بل خوا د برېټانيا بهرنيو چارو وزارت د دغه هېواد وګړو ته لارښوونه کړې چې افغانستان کې د امنیتي وضعیت د خرابوالي په موخه دې یاد هېواد ته سفر نه کوي.

عام هېوادوال په هېواد کې ټینګ شوی امنیتي وضعیت بې ساری بولي او د نړیوالو دا ډول تبلیغات ردوي.

د کابل ښار یو تن اوسېدونکی عبدالقادر وايي: « نړیوال بیا بیا دا وايي چې افغانستان کې امنیتي ستونزې موجودې دي؛ نو د دوی دغو ادعاوو ته باید یو ښه ځواب وویل شي او دا داسې شونې ده چې دلته د امنیت لپاره یو ښه ثبوت موجود وي او په دې برخه کې لا زیات ښه والی راشي.»

دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني خوست ولایت کې د یوې دیني مدرسې په فراغت غونډه کې ټنیګار درلود چې د ټینګ شوي امنیت په موجودیت کې باید د بې باورۍ فضاء رامنځته کېدو مخنیوی باید وشي. 

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist