د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ د افغانستان کرکټ بورډ په تړاو نوې څېړنه کړي، چې ښیي، د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د بورډ روڼتیا، حساب ورکونې، حکومتولي او د اداري فساد مخنیوي په برخه کې هېڅ ډول پام وړ اقدامات نه دي ترسره کړي.
د ورڼتیا څار بنسټ دا هم وایي چې د افغانستان کرکټ بورډ نه دی توانېدلی چې د نړیوالو مرستو سره سره په افغانستان کې د مېرمنو د لوبو لپاره لازمې فزیکي زیربناوې او آسانتیاوې برابرې کړي.
د روڼتیا څار بنسټ اجرایوي رئیس سید اکرام افضلي وایي: «د افغانستان کرکټ بورډ اداره له ګڼو ستونزو سره مخ ده. لومړۍ او خورا لویه ستونزه یې د بورډ د غړو د ګمارنې پروسې سیاسي کول او په اجراییه کچه خورا زیات بدلونونه دي. ولسمشر چې د بورډ د رئیس ګمارنې واک لري، په دې نه دی توانېدلی چې په بورډ کې د مشرتابه بدلونونو په اړه روڼتیا او حساب ورکونه وساتي او هېڅکله یې هم د بورډ په مشرتابه کې د بدلون لاملونه نه دي وړاندې کړي.»
د یاد بنسټ څېړنه کې دغه راز راغلي چې ولسمشر غني په تېرو شپږو کلونو کې د افغانستان کرکټ بورډ په مشرتابه کې څلور ځله بدلون راوړی چې هېڅ یو یې هم، کرکټ بورډ په ښه شرایطو کې نه دی پرېښی او پر دوی د اداري فساد، واسطې او د لوبغاړو سره د توپیري چلند تورونه هم لګیدلي دي.
یاد بنسټ په خپلې دغې څېړنې کې د بورډ غړو د ګمارنې کړنلاره د پوښتنې وړ بللې.
څېړنې موندلې چې د بورډ چارواکو خپلوان لوبغاړي په پرلپسې ډول د بېلابېلو لوبډلو لپاره په داسې حال کې غوره کړي چې له دوی زیات تکړه او غوره لوبغاړو شتون درلود او له پامه غورځول شوي دي.
څېړنه کې راغلي: ((سربیره پردې، یو شمیر وتلیو او نامتو لوبغاړو په لوبو کې د انتخابېدو لپاره حداقل شرایط هم نه دي پوره کړي؛ د بېلګې په توګه: د ټاکلې مودې لپاره په کورني کریکټ کې لوبېدل یا په هېواد کې دننه د یو څه وخت لپاره پاتې کېدل؛ خو له دې سره سره بیا هم دوی په منظم ډول په ملي لوبډله کې اخیستل شوي چې دا د ملي لوبډلې لپاره د لوبغاړو ټاکنې له ملي اصولو ښکاره سرغړونه ده.))











